تاند- د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د پولیسو په خپل منځ کې په نښته کې لږترلږه لس تنه وژل شوي یا ټپیان دي.

لومړني راپورونه وايي چې د پولیسو ترمنځ نښته د هغوی په منځ کې د لفطي شخړې پر سر رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي چې درې پولیس وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

د خانشین ولسوال حاجي انور خان پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د ولسوالۍ امنیه قومندان هم په نښته کې ژوبل شوی دی.

د خانشین ولسوال وویل چې دا پېښه د پولیسو ترمنځ شوې او د دولت وسله والو مخالفان پکې هیڅ راز لاس نه لري.

ولسوال وايي چې د پېښې د علت د څرګندولو لپاره تحقیقات پیل شوي دي.

د ده په وینا طالبان عموماً په دا ډول پېښو کې د لاس لرلو ادعاوې کوي او وايي چې د دوی د نفوذي کس له لوري پولیس یا پوځیان وژل شوي خو دا پېښه قطعاً د نفوذي کسانو له لوري نه ده شوې بلکې پولیس په خپل منځ کې سره اوښتي دي.

2 thoughts on “په هلمند کې د پولیسو ترمنځ په شخړه کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله”
  1. پولیس دانسانانو زامون دی که پردی لنډغردی تاسودخدایی نه ویری ږی چی دپولیسو په جاموکښی پخپل مینځ کښی په جنګ اخته یاست الله تعالی مووه شرموه تاسو لا تر اوسه دټوپک سالارانو کار ندی پری یښی

  2. الله دی دا بی همته دولت زمونږ له سره کم کړی دا څرنګه تربیه دی چه پولیس بل پو لیس وژنی اوهمدا پولیس واس هم داسی وزنی لکه څرنګه چه یی یواو بل وژلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *