خبریال: عادل- په بېلابېلو وختونو کې د څلورو وژل شويو خبريالانو تلين د نمانځنې پر مهال خبريالانو او مسؤلينو د قرباني خبريالانو د قاتلانو د نیونې او له دوی سره د مرستې ټينګې غوښتنې وکړې.
دا څلور تنه، چې د ژورنالېزم د ډګر قربانيان نومول شوي، په بېلابېلو وختونو کې وژل شوي دي.
د هلمند اطلاعات او کلتور رياست، خبريالانو او مدني فعالانو په يو وخت د دوی تلين ونمانځه.
خبريالانو او مسؤلينو د دوی يادونه تازه کړه، خاطرې يې وويلې او له دولت يې د دوی د قاتلانو د نېونې ټينګه غوښتنه وکړه.
د هلمند د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر زين الله ستانکزي وژل شوي خبريالان د فساد، غصب او مافيايي کړيو پر وړاندې ستر مبارزان وبلل او ډېره يې کړه چې دوی د ولس او هېواد لپاره قرباني ورکړه.
نوموړي له دولته ټينګه غوښتنه وکړه چې د ژول شويو خبريالانو قاتلان دې ونيسي او د ژونديو خبريالانو پر وړاندې پرتې ستونزې دې هوارې کړي.
د اطلاعات او کلتور رئيس عليشاه مظلوميار هلمند کې د بيان د ازادۍ ننګه وکړه او د اطلاعات او کلتور وزارت په استازيتوب يې د ژول شويو خبريالانو له کورنيو سره د هر ډول مرستې سينه وډبوله.
دغه راز هلمند کې د وژل شويو خبريالانو په ياد جوړه شوې غونډه کې خبريالانو، مدني فعالانو او بېلابېلو ويناوالو د بيان د ازادۍ ننګه وکړه او د وژل شويو خبريالانو د قاتلينو د نېونې د ټينګې غوښتنې ترڅنګ يې د دوی له کورنيو سره د مرستې او همکارۍ ژمنې وکړې.
له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې هلمند کې د ژورنالېزم د ډګر څلور تنه وژل شوي چې د وژل شويو سرلاری اوه کاله وړاندې د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د يو پلان شوې دسيسې له مخې د لښکرګاه له زړه ورک او يوه ورځ وروسته په وينو لژند مړی وموندل شو.
عبدالهادي همدرد د دغه ډګر دوهم قرباني دی، نوموړی سره له دې چې په ادبي فعاليتونو بوخت و، ترڅنګ يې هلمند راډيو کې د نطاقۍ دنده هم پر مخ وړله، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د يو ښخ شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو.
نظر محمد مجنونيار چې هلمند کې د تمثيل د برخې سرلاری او د بست پروډکشن مشر و په يوه چاودنه کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
نور احمد نوري چې د نيويارک ټايمز خبريال و، د ژورنالېزم د ډګر څلورم قرباني دی، نوموړی هم د يوپلان شوې دسيسې له مخې لومړی له کوره ورک او په همدغه ورځ يې په وينو سور مړی د لښکرګاه ښار په زړه کې وموندل شو.
هلمند کې د څلورو وژل شويو خبريالانو تلين داسې مهال لمانځل کيږي چې دغه ولايت کې لا هم د خبريالانو په وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي.
د ښکېلو غاړو له خوا تهديد، مالوماتو ته نه لاس رسی، د دوی د کارونو پر وړاندې غبرګونونه او د دولتي چارواکو او زورواکو لخوا ګوتڅنډنې هغه ستونزې دي چې خبريالان ورڅخه رنځ وړي.