هلمند

تاند- د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د څه باندې ۲۰ تنو د وژل کېدو په اړه ضد و نقیض ادعاوې کېږي.

چارواکي وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو د یوه کور له څنګه پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې چې بمباري پرې وشوه او په نتیجه کې یې لږترلږه ۲۵ طالبان او ۴ ملکیان ووژل شول.

خو په مشرانو جرګه کې د هلمند یو استازی هاشم الکوزی وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي.

طالبانو بیا ویلي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۱ ملکیان وژل شوي او ۱۵ تنه ښځې او ماشومان ژوبل شوي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۵ سختدریځو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۰ نور ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلی الکوزی وايي چې د سنګین په څاروان کلا کې پر دوو کورنو برید شوی دی.

د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې خاصو افغان ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په څاروان کلا کې د عملیباتو په ترڅ کې د طالبانو د قوماندې یو مرکز او څلور کورونه نړولي دي.

د هلمند چارواکو د دغو عملیاتو په اړه بې خبري ښودلې ځکه چې عملیات له کندهار څخه هدایت شوي وو.

2 thoughts on “په هلمند کې د څه باندې ۲۰ تنو د وژل کېدو په اړه ضد و نقیض ادعاوې”
  1. زه نه پوهیږم چه د ښاغلی محمد اشرف غنی په دوره کی دغه د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کی ولی ملکیان په نښه کیږی؟ که امریکایان دغه کار وکړی هغوی ته خو په دغه کار سره ګناه نشته ځکه د هغوی خپله ستراتیژی ده او دهغوی په خپله ستراتیژی کی د ګناه او بی ګناه معنی بیا هم د امریکا ستراتیژی ده.

    که طالیبان هم دغه کار کوی هغوی ته هم ګڼاه نشته ځکه هغوی هم د امریکا په شان د پاکستان په ستراتیژی اخته دی.

    خو زه حیران دغی ځانګړو افغان ځواکونو ته یم چه دوی ولی دا کار کوی؟ آیا په افغانستان کی داسی اداره شته چه د دوی څخه پوښتنه وکړی؟ آیا دوی ړانده دی؟ آیا دوی د وچو له کبله لانده هم سوځی؟ آیا دوی غواړی حکومت بدنام کړی؟ آیا دوی غواړی ځمونږ دښمنان ډیر کړی؟ آیا دوی ته غلط ادرس ورکول کیږی؟
    ښه یوځل خو دروغ وه، يو ځل خیر دی، بل ځل سهوه شوی وه، بل ځل غلط شوی وه، بل ځل شپه وه، بل ځل بخشش غواړو نو اوس اخر ځل به راته څه ځواب راکوی

    په هر صورت ځمونږ خواست د ښاغلی اشرف غنی څخه دادی چه د ځانګړو افغان ځواکونو په نوم اداره د دقیق او ژور تحقیق او څار لاندی ونیسی چه ددغه بیګناه خلکو د قتلونو وجه اوعلت معلوم کړی.

    ځکه د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کی د ملکیانو دغه بی شمیره قتلونو ته افغانان نور بی حوصیلی شویدی.

  2. طالبان ملیکان د سپرپه توګه استعمالوی د لغمان د علینګار ولسوالی د سلینګار په مربوطاتو کې هم طالبان دا ډول کړنې ترسره کوی د سلینګار سره څیرمه د بیلې کلی ته مخامخ نوره کې دولتی پوستې دی چې طالبان د بیلې کلی ته راځی د کلی څخه په پوسته ډزې کوی او بیا د خلکو په کورونو ننوځی دوی بیا د اسلامی اقدارو ته هیڅ پام نه کوی چې ستر او پرده ده . د بیلې د کلی یوه اوسیدونکی راته ووایل کله چې طالبان په پوسته ډز وکړی بیا زمونږ په کورونو رادننه شی او بیا په کوټوکی دننه ناست وی او ښځې دباندې اسارې وی. دوهم دا چې رسنې باید د الکوزی سره هیڅ خبره ونکړی دی همیشه د دولت سپک او د طالب درنده وایی چې دده هره مرکه ما اورېدلی داسی څرګندونې کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *