د يادې ليسې مسؤلين وايي، زده کوونکو يې په خپل شخصي لګښت د پارک ترڅنګ لابراتور او د کمپيوټر د زده کړې يو ټولګی هم جوړ کړی دی.

بصيرالحق عادل

د شهيد محمد انور خان په نوم په دغه لېسه کې د يو تفريحي پارک د پرانيستنې ترڅنګ د کمپيوټر د زده کړې لپاره جوړ شوی ټولګی او لابراتوار هم د پټۍ په پرېکولو سره د ګټې اخيستنې شو.

ښادي خان چې د ياد ښوونځي مدير دی وايي، دا ټول امکانات يې زده کوونکو په خپلو شخصي پيسو برابر کړي دي، هغه د خپلو زده کوونکو د وړتيا ترڅنګ د دوی په پيسو د ښه زده کړييز چاپيريال ستاينه وکړه او ډېره يې کړه چې د ښوونځي زده کوونکو يې تل په خپلو راټولو شويو پيسو ځانته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

بل خوا د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر د زده کوونکو ياد اقدام ستايي او دده په خبره هڅه کوي چې په ټول هلمند کې داسې ښوونيز چاپيريال رامنځته کړي چې له مخې يې د زده کوونکو په زده کړه کې مثبت بدلون رامنځته شي.

د ښوونځي د زده کوونکو په پيسو د يادو امکاناتو او اسانتياو د چمتو کولو، وروسته دغه غونډه د دوی د ستاينې لپاره جوړه شوې وه، چې په ورته وخت کې يې نورو زده کوونکو ته دا پېغام هم ورکاوه چې ځانته دې د ښه زده کړييز چاپيريال زمينه برابره کړي.

تر دې مخکې هم د يادې لېسې زده کوونکو په خپلو پيسو د شهيد محمد انور خان لېسې احاطوي دېوال باندې ډول ډول انځورونه کښلي دي چې په ليدو يې ډول ډول ګټور پېغامونه تر سترګو کيږي.

که څه هم د هلمند د پوهنې مسؤلين ادعا کوي چې په دې ولايت کې يې په پوهنيز بهير کې چټکتيا رامنځته کړې ده خو ځايي اوسيدونکي د هلمند د پوهنې رياست په خپلو کارونو کې پاتې بولي.

One thought on “په هلمند کې د ښوونځي د زده کوونکو په شخصي لګښت پارک جوړ شو”
  1. د علم د دښمنانو او د بسیوادو مجاهلینو پر خوله یو سخت ګذار دی. الله(ج) دی نورو زده کونکو ته همداسی همت اوقوت ورکی چی خپلی ښونځی همداسی ودانی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *