د افغانستان کرکټ بورډ اداري هئیت او ملي لوبغاړو په هلمند ولایت کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رسمي پرانسته وکړه
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ مختلفو څانګو مسئولینو او ملي لوبغاړو له هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه چې په ترڅ کې یې د هلمند کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رسمي پرانسته هم وشوه.
د کرکټ بورډ اداري هیئت او ملي لوبغاړو څخه د هلمند په هوایي ډګر کې د ولایت مقام، غړو او د کرکټ ډیری مینه والو لخوا تود هرکلی وشو او د هیئت ټولو غړو ته د ډالۍ په ډول پګړۍ وتړل شوې. ددغه سفر په ترڅ کې د کرکټ بورډ له هیئت سره په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازې نسیمه نیازۍ هم ملتیا کوله.
له هر څه دمخه د کرکټ بورډ چارواکو د هلمند ولایت له مرستیال سره ولیدل. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ولایت مرستیال ته په ملي او نړیواله کچه د کرکټ لاسته راوړنو په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د هلمند په ولایت کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ پرانستې او په دغه روزنیزه اکاډمۍ کې د لوبغاړو روزنه یو ګټور ګام وباله. ډاکټر مراد د هلمند استعدادونه پیاوړي وبلل او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې به د روزنیزې اکاډمۍ او اکاډمیکو تمریناتو په پایله کې ښه لوبغاړي د هیواد راتلونکي لپاره وروزل شي.
د هلمند والي ولایت مرستیال بختاور خان په ملي او نړیواله کچه د افغانستان کرکټ بورډ فعالیتونو ستاینه وکړه او ددغې ادارې مدیریت یې په خپلو ټولو چارو کې بریالی وباله. نوموړي د کرکټ بورډ له هغو هلوځلو چې په هغه ولایت کې یې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ فعالولو لپاره ترسره کړې دي، مننه وکړه.
له لیدنې وروسته د کرکټ بورډ چارواکو او لوبغاړو د ولایت مقام او په ولسې جرګه کې د هلمند ولایت استازې نسیمه نیازۍ په ملتیا له مارجې ولسوالۍ څخه هم لیدنه وکړه. هلته هم د سلګونو مینه والو او قومي مشرانو لخوا د کرکټ بورډ غړو او لوبغاړو تود هرکلی وشو. دوی هلمند ولایت او په ځانګړي ډول مارجې ولسوالۍ ته د کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبغاړو راتګ ستر ویاړ وباله او د دوی له هلو ځلو یې د زړه له کومې ستاینه وکړه.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د مارجې قومي مشرانو او لوبغاړو له مینې او تاوده هرکلي مننه وکړه. نوموړي د مارجې ځوانانو ته ووییل چې، تاسې زموږ د هیواد راتلونکي یاست. ستاسې هلې ځلې، زده کړه او پرمختګ زموږ د هیواد روښانه راتلونکې ضمانت کولای شي.
تر دې وروسته په هلمند ولایت کې د کرکټ روزنیزې اکاډمۍ رسمي پرانسته وشوه. دغه روزنیزه اکاډمي د کرکټ بورډ په مالي لګښت په شاوخوا دوه جریبه ځمکه کې چې دوه پیچونه لري، رغول شوې ده. د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ددغې روزنیزې اکاډمۍ پرانستې پر مهال د رسنیو له لارې د هلمند پر ځوانانو غږ وکړو چې له چمتو شویو امکاناتو په اعظمي ډول استفاده وکړي. سربیره پردې، د ملي لوبډلې لوبغاړو هر یو شاپور ځدراڼ او میرویس اشرف هم د هلمند پر ځوانانو غږ وکړ چې له چمتو شویو امکاناتو ګټه پورته کړي او ځانونه د افغانستان ستوري کړي.
له پرانستې وروسته د ودان افغانستان ټولنې لخوا د افغانستان کرکټ بورډ هیئت او لوبغاړي دعوت شوي وو چې په ستاینلیکونو ونازول شول. همداراز د کرکټ بورډ هیئت د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ په ملتیا د بست له لرغونې کلا څخه هم لیدنه وکړه.
په پای کې د هلمند کرکټ آمریت لخوا د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ته د غوره مدیریت ستاینلیک هم ورکړل شو.