تاند- د هلمند په مرکز لشکرګاه ښار کې نن /سې شنبه/ د ولسي جرګې د یوه کاندید د کمپاین په دفتر کې دننه چاودنه وشوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږترلږه ۸ تنه شهیدان شوي او لږترلږه ۱۰ نور ژوبل دي.

په پیل کې د شهیدانو شمېر ۵ او د ټپیانو ۷ ښودل شوی و.

د هلمند د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسي جرګې د کاندید صالح محمد اڅکزي په دفتر کې چاودنه شوې ده.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي چې چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې ده.

ځواک وايي چې د ولسي جرګې نوماند صالح محمد اڅکزی هم ټپي شوی دی.

دا تروریستي برید یوازې یوه ورځ وروسته له دې وشو چې طالبانو پرون /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې پر انتخاباتي پروسې به حملې زیاتې کړي.

تېره اوونۍ د ننګرهار په کامه ولسوالي کې د یوه بل کاندید پر کمپایني غونډه په انتحاري حمله کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ملکیان شهیدان یا ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ