تاند- په هلمند کې پولیسو نن/چهارشنبه/ وویل، د یوې ځوانې جوړې، چې له یو بل سره یې مینه لرله، سر پرې کړي بدنونه وموندل شول.

پولیس وايي د دوی له څېړنو داسي معلومېږي چې د نجلۍ کورنۍ هلک او نجلۍ وژلي دي.

د هلک مشر ورور پولیسو ته ویلي چې نجلۍ له خپله کوره تښتېدلې او د دوی کور ته ورغلې وه.

د هلمند د پولیسو یوه چارواکي اسمیعل هوتک فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: د مقتول د ورور په وینا د دوشنبې په ورځ لس تنه لشکرګاه ته نژدې د دوی کور ته ورننوتل، هلک او نجلۍ یې له ځان سره بېولل.

ده همداراز وویل:« د سې شنبې په ورځ /پرون/ د سیمې اوسېدونکو خبر ورکړ چې په هدیره کې دوه مړي پراته دي، موږ ورغلو که ګورو چې دواړه مو په داسي حال کې وموندل چې سرونه ورڅخه پرې شوي وو.»

ښاغلي هوتک وویل: «زموږ له څېړنو داسي څرګندېږي چې هلک او نجلۍ، چې عمرونه یې د شلو کلونو په شاوخوا کې دي، له یو بل سره مینه لرله او باور لرو چې دواړه د نجلۍ د کورنۍ له لوري وژل شوي دي.»

د وژل شوي هلک ورور پولیسو ته ویلي چې ورور یې له نجلۍ سره مینه لرله او غوښتل یې چې له هغې سره واده وکړي.

2 thoughts on “په هلمند کې د یوې جوړې مړي وموندل شول”
  1. پر داسې کثیف کلتور دې اور پورې شي چې ولسونه د مکروهاتو د مخنیوي پخاطر کبایرو ته لاس اچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *