لشکرګاه

تاند- په هلمند کې د وسلو د یوې زېرمې د کشف په عملیاتو کې لږترلږه ۹ تنه ملکیان ووژل شول.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک هم پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې نن /یکشنبه/ د خاصو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه ملکیان ووژل شول.

ده د عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو د وژل کېدو د علت او څرنګوالي په اړه جزییات څرګند نه کړل، خو ویې ویل چې په دې اړه څېړنې کېږي.

په هلمند کې نورې رسمي سرچینې وايي چې نن ماښام ناوخته د یوې کورنۍ ۹ غړي هغه مهال ووژل شول چې چاودېدونکي مواد وچاودېدل او کور ونړېد.

دغو سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۲ ماشومان، ۳ مېرمنې او ۴ نارینه شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.


په لښکرګاه باباجي سیمه کي د نننۍ خونړۍ پیښي په تړاو د هلمند مدني ټولني د غم شریکۍ پیغام::

په سپین کفن د زني تړلي بې ګناه ماشوم تصویرکاڼي زړونه هم ژړولای سي، خوپه هیواد کي د ناولي جګړې پرمخ وړونکي دومره سخت زړي سوي دي چي د خپل هر ډول وحشت په لیدلو یې زړه نورهم ډبره کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چي د ښکیلوخواوو لخوا په هلمند او افغانستان کي بې ګناه انسان شهیدان کیږي چي ښه مثال یې د نن ورځي د باباجي د سیمي ناورین دی چي د ماشومانوپه شمول یوه درسته کورنۍ د جګړې د اور خوراک کیږي.

هلمندمدني ټولنه د یادي پیښي په تړاو خپله ژوره خواشیني څرګندوي او ورته عملونه د اسلامیت او بشریت خلاف کار بولي او پرښکیلو خواوو ږغ کوي چي د ملکي کسانو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي.

د هلمند مدني ټولني رسنيز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *