تاند- په هلمند کې له دوو ورځو راهیسي د دولت د وسله والو مخالفانو او د هیواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.
دا جګړې په هلمند کې د کوکنارو د حاصل له اخیستلو او د طالبانو له لوري له کروندګرو څخه د عشر و زکات د پیسو له ټولولو وروسته پیل شوي دي.
راپورونه وايي چې په دې جګړو کې، چې طالبان پکې په تهاجمي حالت کې دي، شاوخوا ۶۰ ملي پولیس، سیمه ییز پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه دقیق راپور نشته خو ویل کېږي چې شاوخوا ۱۰۰ طالبان هم وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
په هلمند کې د بُست د ۵۰۵ زون د پولیسو قوماندان ډګرجنرال عصمت الله دولتزي نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، دا جګړه چې دوې ورځې وړاندې پیل شوه لا هم په ګریشک او نادعلي ولسوالیو کې په شدت روانه ده.
دولتزي د نادعلي ولسوالي په شاوال سیمه کې د ۲۷ پولیسو وژل کېدا او د ۲۶ نورو ژوبلېدا تایید کړه، ویې ویل چې ۲۵ نور پولیس د ګریشک ولسوالي د ملګر په سیمه وژل شوي او ۹ ژوبل دي.
تاند ته رسېدلي راپورونه وايي چې طالبانو په شاوال سیمه کې څو پوستې نیولي دي.
د بست د ۵۰۵ زون د پولیسو قوماندان وايي چې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۵ سیمه ییز پولیس د ګریشک په سراشخ سیمه کې وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو د دغه قوماندان په وینا د ګریشک ولسوالي په دې سیمه کې طالبانو ۱۰ امنیتي پوستې نیولي دي.
ده افغان ملي اردو ته هم د تلفاتو اوښتل تایید کړل خو ویې ویل چې ملي اردو ته د مرګ ژوبلو دقیق شمېر ورمعلوم نه دی.
له بلې خوا د ملي دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبلې اوښتي خو شمېر یې خورا لږ دی.
په همدې حال کې د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان د دولت ۷۰ امنیتي ځواکونه وژلي دي.
حاضردمه د هلمند ۴ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي خو د هلمند اوسېدونکو او د ولایتي شورا رييس اندېښنه ښکاره کړې چې که هلمند ته فوري کومکي ځواک ونه رسېږي ممکن د ولایت مرکز هم د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.
د لشکرګاه ښاریان هم سخت تشویش لري، دوی وايي چې که ژر مرکزي حکومت د دوی ولایت ته جدي پام ونه کړي د کندوز په شان ناورین سره به مخامخ شي.
کندزتېرکال د لنډ وخت لپاره وسله والوطالبانو ونیوه خو په جګړه کې یې اکثره دولتي تاسیسات او د خلکو بې شمېره کورونه ونړېدل. په لکونو اوسېدونکي یې مجبوره شول چې نورو ولایتونو ته کډه وکړي.