د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست

خبریال: (لشکرګاه) په هلمند کې معلولان او معيوبان وايي، له تېر يوه کال راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي.

د دوی په وینا د تيرکال د وري د مياشتې په پنځمه نيټه يې د همغه کال تنخواګانې اخيستې خودا مهال يې په وار وار اړوندې ادارې ته مراجعه کړې چې تر اوسه پورې دوی ته د ۱۳۹۳ کال تنخواګانې نه دي ورکړل شوې، او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

معلولانو او معيوبانو رسنيو ته وويل: ((يو کال کيږي چې موږ ته معاشونه نه دي راکړل سوي، موږ ته څوک پاملرنه نه کوي، رياست هم زموږ پر ستونزو غور نه کوي، موږ له دومره ډېرو ستونزو سره مخ يوو چې خپلو بچيانو ته قلمونه او کتابچې هم نه سو رانيولی.))

دوی له مسؤلانو د خپلې ستونزې د هوارۍ ټينګه غوښتنه کوي.

پر همدې مهال د هلمند د کاراوټولنيزوچارورئيس محمد نادر وطنوال د معلولانو ستونزه تاییدوي او وايي چې معلولانو ته د تيرو اتو مياشتوتنخواګانې نه دي ورکړل شوې او دا مهال اړوند وزارت دوی ته نيمايي پيسې راليږلې او نيمايي يې نورې په وزارت کې پاتې دي.

وطنوال همداراز وویل:« له موږ سره ۶۵۰۰ معلولين اومعيوبين راجستردي چې دا مهال د دې ټولو کسانو لپاره پيسې نه لرو.»

وطنوال وايي: ((موږ ته وزارت ۱۲۰ مليونه افغانۍ رالېږلې او ۱۱۵ مليونه پاتې دي، اوس د پيسو سيستم هم بانکي سوی دی، معلولان او معيوبان بانکونو ته هم نه سي ورتلی دا هم لويه ستونزه ده، اوس موږ د ټولو معلولانو او معيوبانو لپاره پيسې نه لرو.))

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلانوپه وينا له تيرې يوې نيمې مياشتې راپه دې خوا دې رياست ته د ۹۰ تنو ملکي شهيدانو ورثه وو او۱۴۰ د معيوبانو د کورنيو غړیو د راجستر لپاره مراجعه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *