هلمند

تاند- راپورونه وايي چې د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالي کې په هوايي بمباري کې لږترلږه ۱۷ پولیس وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د لویې لارې (شاهراه) د ۶۰۱ کنډک قوماندان سمونوال ګران حبیب او د دې کنډک درستیزوال دوهم څارن غلام سعید شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت په پیل کې ویلي و چې په دې برید کې د دولت وسله وال مخالفان وژل شوي خو وروسته د دې وزارت ویندوی نصرت رحیمي تایید کړه چې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

تاند ته باوري سرچینو ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په دې هوايي برید کې، چې د ګریشک پر تانکۍ امنیتي پوسته شوی، ۱۷ پولیس وژل شوي دي.

وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۳۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې تراوسه څرګنده نه ده چې بمباري د امریکا هوايي ځواک کړې که افغان هوايي ځواک. دا اژانس هم د وژل شویو پولیسو شمېر تر ۱۰ ډېر ښيي.

د بهرنیو ځواکونو هوايي ځواک غوښتل چې د تانکۍ په سیمه کې پر هغو طالبانو برید وکړي چې په دې سیمه کې یې د پولیسو پر پوسته حمله کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو یو ګډ پلاوی د دې پېښې په اړه پلټنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *