د هلمند په نهرسراج کي ملي پولیسو دمخامخ نښتو پرمهال ګڼو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې اوجسدونه یې د وسلو اومهماتو سره یوځای د جګړې په ډګرکي پاته سویدي .

تیره شپه وسله والو ترهګرو دهلمند د نهرسراج په سیمه کي دشهرا کنډک پرامنیتي پوستو برید وکړ چي په پایله کي دملي پولیسو له سخت غبرګون سره مخ اونښته رامنځته سول ، پرهمدې مهال دوسله والو ترهګرو ۱۲ تنه ځای په ځای وژل سوي اوجسدونه یې دجګړې په ډګر کي پاته سویدي .

په دې جګړه کي دوسله والو ترهګرو ۷ تنه ټپیان سوي ، ۳ میله کلاشینکوف ، یوه پایه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي او ۱۶ کړۍ ماینونه په سیمو کي کشف اوله منځه وړل سویدي .

ملي پولیسو وسله والو ترهګرو ته سخته ماتي ورکړې اوګڼي سیمي یې دهغوی له شتون څخه پآکي کړیدي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *