تاند- د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د بمي او انتحاري حملو او جنګ جګړو خلاف پرلت کوونکي وايي، تر هغو چې ښکېلو خواوو د دوی غوښتنې نه وي منلې، لوږتړ یا د نه خوړولو اعتصاب ته دوام ورکوي.

په لشکرګاه کې ښځینه او نارینه فعالانو وروسته له دې پرلت پیل کړ چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ماښام په یوه انتحاري موټر بمي برید کې د لشکرګاه په غازي ایوب خان لوبغالي کې ۱۶ تنه شهیدان او ۵۳ نور ژوبل شول.

دوی له حکومت او طالبانو غواړي چې اوربند وکړي او یا لږترلږه د دوو ورځو لپاره یوه داسې سیمه اعلان کړي چې هلته به بمباري او حمله نه کېږي.

د هلمند مرستیال والي پرلت کوونکو ته ویلي چې د اوربند غوښتنه مني خو وسله والو طالبانو ویلي چې پرلت وال دې د دوی سیمې ته د سولې او اوربند لپاره په ننواتي نه ورځي او د دې پر ځای دې په ښوراب او کندهار کې د امریکايي پوځیانو اډو ته ورشي او له هغوی دې وغواړي چې له افغانستانه ووځي.

د پرلت برخوال وايي چې د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو او حتي د طالبانو ځینو قوماندانانو ورته ویلي چې هرکلی یې کوي او ډېر هلمندیان حاضر دي چې له دوی سره په دې سوله ییزه هڅه کې ملګري شي.

خو د کوټې شورا په یوه اعلامیه کې پرلت والو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې موسي کلا ته ورنه شي او که ورغلل د هرې ناوړه پېښې مسوولیت به د دوی په خپله غاړه وي.

پرلت والو مخکې ویلي وو چې له لشکرګاه څخه به تر موسي کلا پورې پلی لاریون وکړي او له طالبانو به وغواړي چې اوربند ومني.

دوی وايي، که دواړه افغان لوري (حکومت او طالبان) سوله وکړي، امریکایانو ته به ووايي چې افغانان په خپل منځ کې جوړ دي او تاسو ته نوره اړتیا نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *