تاند- د افغان چارواکو په وینا په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پر یو بل د ډزو په ترڅ کې پر یوه کور د راکټ د لګېدو له کبله ۲۶ تنه وژل شوي دي.
پولیس وايي چې راکټ تېره شپه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر یوه کور، چې خلک پکې د واده لپاره راټول شوي وو، ولګېد.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویندوی فرید احمد عبید اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې لږ ترلږه ۴۵ تنه ژوبل شوي دي.
خو د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي کریم اتل وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر۳۰ تنو ته رسېږي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل دي.
ویل شوي چې راکټ په داسي حال کې ولګېد چې خلک د کور مخته د ناوې د راتګ لپاره انتظار ولاړ ول.
په وژل شویو کسانو کې ۹ ماشومان هم شامل دي او ویل شوي چې ماشومان بیخي تري تم شوي او حتي مړي یې هم نه موندل کېږي.
او یو وروستی راپور وايي چې په دې برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۲ ژوبل دي. راپور وايي چې راکټ د ناوې مخته په داسي حال کې ولګېد چې د هغې د هرکلي لپاره ښځې او ماشومان راټول شوي ول.
ددې خبر لوستل داسي احساس چاته ورکوي چي اوس هم افغان ولس په هره ممکنه لار د منځه وړل کيږي، زموږ کوچنيان، لويان، ښځي او نور اوس هم لا خوندي نه دي.
پدې خبر کي ددې پېښې عاملين نه دي ليکل سوي، چي دا راکټ چا توغولۍ دي.
allah di shahidano ta janat ferdus wr nasib ki aamilino ta duzkh ao qaribano ta sabr wr kri