رخام ډبرې

خبریال: عادل: د سرحدي ځواکونو مسؤلان وايي، په هلمند کې يې د رخام ډبرو هغه برخه هم په خپله ولکه کې راوستې چې مخکې په ناقانونه ډول قاچاق کېده.

په هلمند کې د ۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمود په یوه غونډه کې وویل چې د ذولفقارد عملياتو په لړکې دوی نه يوازې هيواد ته د چاوديدونکو توکو او مهماتو د راوړلو لارې بندې کړي بلکې د رخام ډبرو هغه برخه یې هم پخپله ولکه کې راوستلې چې د قاچاق وړونکو او نورو نامسؤلو کسانو لخوا ډبرې ورڅخه په ناقانونه توګه وړل کيدلې.

نوموړی وايي چې دا مهال په دې کان کې هغه کسان کارکوي چې قانوني جوازونه لري.

محمود وویل، د رخام د ډبرو په ساتلو کې د دوی لويه ستونزه د څښاک د اوبو د ليرې والي ترڅنګ د پیټرولي وسايلو نشتوالی دی چې ځينې وخت خپلې دندې په سمه توګه پرمخ نه شي بيولی.

پر همدې مهال د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د پوله ساتو ځواکونه کارونه د پام وړ وبلل.

رسولیار له مرکزي دولت او کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې سرحدي ځواکونو ته د پیټرولي وسايلو تر څنګ يو بل کنډک هم منظورکړي څو د رخام د ډبرو بشپړه ساتنه وکړي.

د رخام د ډبرو کان د دې ولايت د دیشو په سرحدي ولسوالۍ کې دی چې ډیری وخت يې ډبرې په قاچاقي ډول ګاونډي هيواد پاکستان ته وړل کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *