چارواکي وايي، تېره شپه په لښکر ګاه کې د پوليسو د يو قومندان د کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی، چې پکې يو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

په بريد کې وژل شوی کس د قومندان زوی او ټپي شوي څلور واړه کسان پوليس دي.

د هلمند د امنيت امر پاسوال جمعه ګل همت وايي، بريد د پولیسو دلومړي کنډک د قوماندان ستار نورزي د کور مخې ته شوی دی.

دی وايي، ټپي شوي کسان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

چارواکي، بريد د وسله والو طالبانو کار بولي، خو لا يې هم مسووليت چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *