له تیرې یوې میاشتې راهیسې د هلمند لویه لاره د کندهار، کابل او هرات سره تړلې پاتې ده. ددې سره سره ددې ولایت د ناوې، ګرمسیر، خانشین ، مارجه ، نادعلی ، نوزاد ، موسی قلعه ، سنګین او کجکی ولسواليو ټولې سیمې د دولت وسلوالو مخالفینوسره دي خو ددې ولسوالیو ودانۍ یوازې د دولت سره دي او نورې ټولې سیمې د وسلوالو تر ولکې لاندې دي.
لویه لاره له تیرې څه کم یوې میاشتې راهیسې بنده پاتې ده، خوراکي توکو بیې لوړې سوي دي، د ناروغانو درملنه چې ښایي سوي وای، اوس نه کیږي هر څه پر خپل ځای پاتې دي.
د الوتکو ټیکټونو ته به یوه اونۍ مخکې زنګ وهې دلته له تیرو څو اونیو راهیسې هر څه پر خپل ځای پاتې دي، لښکرګاه ښار محاصره دی او هر څه ته هر مسول لاس تر زنې ناست وي.
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالی لویه لاره د وسلوالو طالبانو د ځمکني ماینونو خوراک سوې. هره ورځ هر کس پکې لسګونه ځمکني ماینونه ښخوي، دا لویه لاره چې شاوخوا۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو باندې جوړه سوې وه اوس یې په ۲۲ روپیو ارزښت هم نه دی پاتې او نه هم پرې تګ راتګ کېږي.
د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر سړک چې میلیونونه امریکایي ډالر پرې لګول سوي وه اوس دا لاره هم د بیارغونې پر مخ تړلې پاته ده. د ګرمسیر ولسوالی له بازاره بیا د امیربلنداغا تر زیارته پورې شاوخوا۱۲ کیلو متره لاره چې د بهرنیو په مرسته په لکونو امریکایي ډالرو باندې رغول سوې وه اوس دا لاره هم د وسلوالو طالبانو له لوري ټوله پرې سوې او پکې لسګونه ځمکني ماینونه ځای پرځای سوي دي.
هلمند کې جګړې بې له دې چې سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړلې خلګو ته یې مالي او ځاني زیان واړوه، زراعت ، معارف او روغتیايي برخه ددې ولایت په شمالي او جنوبي ولسوالیو کې اوس فلج ده او لمنځه وړل سوي دي.
زموږ ښوونځي چې په لکونو امریکایي ډالرو رغول سوي وي اوس یې هرڅه د بل په لاس چور سوي دي، د پولیسو ماموریتونه چې په لسګونه زره امریکایي ډالرو رغول سوي وه او یا هم بیا رغونه یې سوي وه اوس هرڅه لوټې لوټې سول.
وسلوالو طالبانو هغه جوړښتونه چې په سیمه کې له تیرو څو کلونو راهیسې رامنځ ته سوي وه هرڅه په اوبو لاهو کړل، د دولت او خلګ ترمنځ چې داعتماد ټکی وو هغه اوس په صفر کې ضرب سوو دولت خپل اعتماد له لاسه ورکړ.
اوس څه کول پکار دي؟
دلته تر ټلو مهمه او لویه خبره داده چې په دې ولایت کې دې د امنیتي ځواکونو د شمیرې پوره کیدو سره سره د ملي اردو ، ملي پولیسو او عامه نظم په امنیتي برخو کې دې لوی تغیرات رامنځ ته سي
مشران دې له دندو لرې او هغه کسانو چې پر خپلو دندو کې یې غفلت کړی وي، پرځای دې ورته نوي کسان په دنده وګمارل سي.
د ولسوالیو په کچه دې هغه ولسوالان وګمارل سي چې پاک کسان وي، نه هغه کسان چې د خپلو اشخاصو ، جیبونو او یاهم کورونو د ډکېدو او جوړیدو لپاره کار کوي.
اوس د هلمند په دې ولسوالیو کې داسې ولسوالان سته چې یادو پولیسو له قوماندانانو راتښتیدلي او له تیرو څو میاشتو راهیسې خپلو ولسوالیو ته نه دي تللي او یاهم په سیمه کې د شته تهدیدونو له ویرې خپلو ولسوالیو ته نه ځي.
ویل کیږي دهلمند د سنګین ولسوالۍ ولسوال سلیمان شاه له تیرو ۵ میاشتوراهیسې خپلې ولسوالۍ ته نه دی تللی او نه هم خپله دنده ترسره کوي. د واشیر ولسوال له تیرو ۵ میاشتو راهیسې ځکه خپلې ولسوالۍ ته نه دی تللی چې وایي، ددې ولسوالی امنیه قوماندان مهردل ورته د مرګ ګواښ کړی.
د خانشین ولسوال تورجان ځکه دې ولسوالۍ ته نه ځي چې قوماندان عبدالروف ورته د مرګ اخطار ورکړی.
د موسی قلعه ولسوال په ولایت کې له خپل ټول پرسونل سره ناست دی. دیشو باغران کجکی ، نوزاد ، مارجه ، نادعلی ، ناوه ، ګرمسیر او خانشین هغه ولسوالۍ دي چې حالت یې اوس نظامي سوی او پکې ټول قوماندانان د ولسوالانو چارې هم پرمخ وړي.
په یادو ولسوالیو کې ټول ملکي مامورین نسته، دندې نه ترسره کوي او په سیمه کې هم خلګو ته خدمات نه وړاندې کوي.
لښکرګاه ښار کې اوس یوازې په دریو حوزو کې د دولت حاکمیت چلیږي، څلرومه امنیتي حوزه چې باباجی ده هلته پکې د دولت حاکمیت نشته او واک وسلوال طالبان لري.
طالبانو خپل جوړښتونه داسې جوړکړي چې، په هره ولسوالۍ کې نظامي او ملکي کمیسونونه فعال ، محاکم د زراعت او ابیارۍ د خدماتو سره سره په یوشمیر ولسوالیو کې د صحت خدمتونه هم په همهغه موسیساتو چې د روغتیا برخه کې کارکوي د دوی په واسطه فعال کړي دي.
که چیرې حقیقتونو باندې سترګې پټې نه کړو په دې ولایت کې ویل کیږي تر زرو زیات وسلوال طالبان د مخامخ جګړې فعالیت مخ ته نه وړي. ویل کیږی تر۵۰۰۰ زره نور طالبان یې یوازې د پلټنو په پوستو ، ساحو کې د خپل حضور په ښودل کیدو او نورو برخو کې فعال دي، خو دولتي چارواکي د دولت وسلوالومخالفینو ۶ چنده یې شمیره لوړه ده.
تر ټولو لوی مشکل همدا دی چې خپله ددې ولایت خلګ ، اولسونه ، قومی مشران ، مدني فعالان ، حکومتي لوړ پوړي چارواکي او وکیلان که په لوړه کچه دي او یا هم په ټیټه کچه هغومره چې ښايي هغومره کار نه دی کړی.
کاش د دې پر ځای چې جیبونو او موټرونو ته یې کوي هغومره د وطن خدمت هم ورسره وای.
زه وایم هلمند مو کور دی او هم مو ګور!
نو راځئ!
هم خپل کور ښایسته کړو او له ګوره ځان وژغورو.
۱۳۹۵ل/ ۶/۸
لښکرګاه