تاند- په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو یوه ځانمرګې ښځه نیولې ده.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویندوی فرید احمد عبید وویل، یوې نجلۍ، چې عمر یې شاوخوا ۲۰ کاله ښکاري، غوښتل چې د نوزاد ولسوالۍ په دانای سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید وکړي. ځینو رسنیو د دې نیول شوې نجلۍ عمر ۱۴ کاله ښودلی دی.

ده وویل چې له نیول شوې نجلۍ څخه پوښتنې – ګروېږنې دوام لري.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې سږ کال د سپوږمۍ په نوم یوه لس کلنه ماشومه، چې د خپل طالب ورور له لوري ځانمرګي برید ته هڅول شوې وه، د پولیسو له خوا په خانشین ولسوالۍ کې ونیول شوه او وروسته په تضمین خپل پلار ته وسپارل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ