تاند- د ناټو په مشرۍ نړیوال ايتلاف نن /سې شنبه/ وویل چې په هلمند ولایت کې یو امریکايپي پوځي د ګزمې په مهال وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ناټو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوځي په لاره کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې د پېښې نور جزییات نه دي څرګند شوي.

خو افغان سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۶ افغان سرتېري هم ژوبل شوي دي.

امریکا پرون اعلان وکړ چې لشکرګاه ته یې ۱۰۰ تنه تازه دمه پوځیان لېږلي چې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

له دغو سلو پوځیانو سره اوس په هلمند کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۵۰۰ ته رسېږي.

دا په داسي حال کې ده چې پخوا په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ زره امریکايي او امریکايي پوځیان ځای پر ځای ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *