په هلمند كې د پوليسوپه عملياتوكې يوترهگروژل شوى اوشپږنورژوندي نيول شوي دي

ياد شوي عمليات د دوشنبې په شپه د گرمسيرولسوالۍ په دورزوسيمه كې وروسته له هغه ترسره شول چې وسله والوترهگروپه نوموړې سيمه كې پوليسوته كمين نيولى واو دوه پوليس يې په شهادت رسولي دي اود نښتې په ترڅ كې يوترهگر هم وژل شوى دى.

وروسته پوليسوپه ياده شوې سيمه كې عمليات ترسره كړي دي چې په ترڅ كې يې شپږتنه ترهگرچې د يوه يې ښځينه جامې په تن دي د پوليسولخوا نيول شوي دي.

دا چې ترهگرواوس مهال د خلكوپه منځ كې خپل اعتبارله لاسه وركړى د ښځينه جاموڅخه په ناوړه ګټې اخيستنې غواړي د خلكوپه منځ كې له امنيتي ځواكونوڅخه ځانونه پټ كړي خود امنيتي ځواكونووړتيا لوړه شوې چې د تيرپه څيريې د ترهگرودا ډول شوم اعمال اواهداف بربنډ اوشنډ كړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *