هلمند

تاند- د وسله والو طالبانو په یوه خونړۍ حمله کې ۱۴ امنیتي ځواکونه په هلمند ولایت کې ووژل شول.

د هلمند والي حیات الله حیات او د دغه ولایت نورو چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل، امنیتي ځواکونه یوه کلي ته د مخدرو موادو د قاچاقبرو د نیولو لپاره تللي وو چې وسله والو طالبانو پرې برید وکړ.

حیات ونه ویل چې د هلمند په کومه سیمه کې دا پېښه وشوه خو ویې ویل چې دا پېښه د ولایت په یوه لېرې سیمه کې وشوه.

د هلمند والي په عین حال کې وویل چې دغو امنیتي ځواکونو په هلمند کې له نورو امنیتي ځواکونو او چارواکو سره د خپلو عملیاتو په اړه مخکې تر مخکې خبرې نه وې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *