تاند- په هلمند ولایت کې یوه یا دوو سیمه ییزو پولیسو خپل ۱۶ ملګري ووژل او طالبانو ته یې پناه یووړه.
وسله وال طالبان وايي چې د دوی نفوذي کسانو په هلمند کې ۱۶ سیمه ییز پولیس وژلي دي.
د هلمند د والي ویندوی جیلاني ځواک نن /دوشنبه/ وویل چې ۱۶ جنګیالي، چې د دولت ملاتړ یې کاوه، د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
ځواک په دې اړه بې خبري څرګنده کړه چې وژل شوي جنګیالي سیمه ییز پولیس دي که نور وسله وال.
یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حمله کوونکو له څو میاشتو راهیسې د دولت په ګټه وسلې په لاس کې اخیستې وې.
یوې بلې امنیتي سرچینې وویل «په ګریشک ولسوالي کې یوه غدار سیمه ییز پولیس پر خپلو ملګرو، چې څو میاشتې یې په یوه ځای کې ورسره ډوډۍ خوړه او شپې یې سبا کولې، برید کړی او ۱۶ تنه یې شهیدان کړي دي.»
تر دې دوې ورځې وړاندې په ناوه ولسوالي کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په حمله کې ۶ پولیس مړه او ژوبل شول.
له بلې خوا د بدخشان چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر جرم ولسوالي پراخه حمله پیل کړې او د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
دوی وايي چې تراوسه د مرګ ژوبلو په اړه راپور نه لري.