تاند- په هلمند کې ولایتي چارواکي ادعا کوي چې په مارجې او سنګین ولسوالیو کې د ملي اردو او ملي پولیسو په عملیاتو کې د افغانستان د دولت ۱۷ کورني او بهرني وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
خو طالبان بیا وايي چې ۱۱ افغان امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د مارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې د مولوي قصیر او ګلاب په نومونو د دوو قومندانانو په شمول ۱۵ وسله وال سخت دریځي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د ولایتي چارواکو په وینا له دې عملیاتو سره په یووخت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۲ وسله وال مخالفان وژلي او ډېره اندازه وسلې، ماینونه، موټرونه او موټرونه یې نیولي دي.
د هلمند چارواکو ویلي چې د مرجې په سیستاني سیمه کې په وژل شویو طالبانو کې پنجابیان هم شامل دي.
خو د وسله والو طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې د مارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد افغان طالبان جنګېږي او د هغوی په منځ کې پنجابیان نشته.
قاري یوسف احمدي همداراز ادعا کړې چې د دې سیمې په جګړو کې د افغانستان ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ ژوبل دي.
ده همداراز ویلي چې له جګړې وروسته په بمبارۍ کې ۴ طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.