د هلمند په بيلابيلوسيموكې د كليوپراختيا اوبيا رغونې رياست په چوكاټ كې بيلابيلې پروژې تركارلاندې دي.
يادې شوې ۱۲ پروژې چې د سړكونود هوارولو،پولگوټوجوړولو،د څښاك د پاكواوبوبرابرولواونوربرخوكې د تيروشپږومياشتوپه اوږدوكې د كليوپراختيا اوبيا رغونې رياست له لوري ۵۸۰ زره امريكايي ډالروپه لگښت ددې ولايت په ۱۱ ولسواليوكې په لاره اچول شوې ځينې يې بشپړې اوځينې لاهم تركارلاندې دي.
په دې ولايت كې د كليوپراختيا اوبيارغونې رياست مسؤلين وايي چې ددې پروژوپه پلي كيدوسره په كليوالوسيموكې خلكوته ډيرې آسانتياوې رامنځ ته شوې اودا پروژې د خلكوپه خوښه اوغوښتنه په كاراچول شوې دي.
د دوى په وينا چې همد رازپلان لري په نږدې راتلونكي كې ددې ولايت په ۱۱ ولسواليوكې د ۷۳ مليونوافغانيوپه لگښت نورې پروژې هم د كليوالولپاره د دوى په خوښه پلې كړي ترڅوترډيره په يادوسيموكې د خلكواړونده ستونزې راكمې اوياهم ورته د پاى ټكى كيښودل شي.
د يادونې وړده چې د پورته يادوشويو۱۲ پروژومالي چارې د ملگروملتونود پرمختيايي ادارې د پروگرام يا UNDP لخوا اود راتلونكوپيليدونوپروژومالي چارې په گده د كليوپراختيا اوبيا روغونې د ماليې وزارتونو لخوا وركول كيږي.