د افغان لیکوال عبدالوکیل سوله مل شینواری د(پنځوس میلیونه) داستانی ټولګه اوس تازه یوې هندي خپرندویه ادارې (واني پرکاشن) چاپ او خپره کړې ده. دا کیسه ایزه ټولګه د دې تر مخه په نورو ژبو: اردو، انګریزي او دري کې هم په افغانستان ،امریکااو پا کستان کې چا پ او خپره شوې ده .سلواکی ژبې ته هم اړول شوې خو لا خپره شوې نه ده. دا ټولګه چې په هندي ژبه کې ېې د پچا.
سل میلیون سرلیک خپل کړی د ال اندیا راډیوډیلی د پښتو څا نګې پخوانی مشر روشن لعل ملهوترا هندي ته اړولې ده. نوموړی ددغو کیسو تر څنګ نورې ګڼې کيسې هم له هندی پښتو او له پښتو هندي ته ژباړلې دي. ده د(( د امر میلمستیا)) د هندي وتلو لیکوالود کیسو هغه ژباړلی ټولګه ده چې څه موده پخوا په افغانستا ن کې چاپ او خپره شوې ده.
واني پرکاشن خپرندویه ټولنه د هندي لیکوالو تر څنګ د نړیوالو اثارو په خپراوی کې هم ښه نوم لری او د ښو اوغوره اثارو د خپراوي په برکت یی د هندوستان د ګڼو ادارو او حکومت ګڼې او با اعتباره جایزې هم ګټلې دي .
دا خپرندویه ټولنه چې په کتابونو برسیره څو مجلې او فصل نامې هم خپروي او د ادبی تیورۍ ورکشاپونه هم جوړی په ډیلی برسیره د هندوستا ن په نورو ایالتونو او ښارونو کې هم خپلې څا نګې او پلورنځا یونه لري .
پچا س میلیون د افغانی ادبیاتو او په ځا نګړې ډول د پښتو کیسو لمړنی اثر دی چې دې خپرندویه ادارې د هند وستا ن د ادبی اثارو مینه والو ته وړاندې کړ. .
جانداد