لیکنه: مارکنډي کاټجو/ د هند د سترې محکمې پخوانی قاضي
سرچینه: بي بي سي اوردو څانګه
ترکومه ځایه چې زما نظر رسیږي، هند له کرغېړن کړکېچ سره مخ دی، ځینې ماده پرست( ناوړه استفاده ګر) عناصر فرقه پالنې(مذهبي تعصب) ته هوا ور کوي او د فرقه پالنې دا ویروس اوس د هند کلیو ته هم رسېدلی دی، خو اول یواځې په ښارونو کې و.
که مذهبي تعصب داسې روان وي، نو په راتلونکي کې به د مذهب په نوم ډېره وینه تویې شي.
له ۱۸۵۷ زیږیز کال مخکې د هند په ډېرو سیمو کې د مذهب پالنې هیڅ ډول جذبه نه وه، په دې کې هم شک نشته چې د هندیانو( هندوانو او مسلمانانو) ترمنځ ځینې ستونزې وې، خو د دوی ترمنځ کومه دښمني نه وه، هندوانو د هندیانو په توګه په اخترونو او محرم کې ګډون کاوه او مسلمانانو هم د هندیانو په توګه د هندوانو په بولي او دېوالي جشنونو کې برخه اخیستله او دواړو د هندي ملت د خوندو او وروڼو په ډول ژوند کاوه.
اخر څنګه په ۱۵۸ کلونو کې په هند نیمه وچه کې د دوو اکثریت مذهبونو د پلویانو ترمنځ که دښمني نشته، شک او شبه خو یې زیات شول.
په هند کې اوس مسلمانان په کار موندلو او کور کرایه کولو کې هم له ستونزو سره مخ کیږي، کله چې کومه چاودنه وشي، نو پولیس د اصلي مجرمانو د نیولو په ځای( چې د پوهنیزو بنسټونو په اساس هم روزل شوي نه دي.) د نیم درجن مسلمانانو په نیولو سره ستونزه حل کوي.
په دوی کې بیا زیاتره په بند کې له کلونو تېرولو وروسته په محکمو کې بې ګونا ثابت شي. د مظفرنګر، بلبه ګړ او دا مهال په دادري کې پېښو او د ادیتیه نات، سادوي نرجن جیوتي، سادوي پراچي او د دوی په څېر د نورو پاروونکو ویناوې مسلمانان ګوښه کوي او د دوی دا احساس په حقه دی چې وايي، توپيري چلند ور سره کیږي.
په هندوستان کې ۱۸۵۷ کال د فرقه پالنې له مخې ډېر مهم دی. له دې مخکې دلته د فرقه پالنې کومه مسله نه وه، د مذهبي تعصب کومه بلوا هم نه وه، هندو او مسلمان یو موټی په سوله او پخلاینه کې ګډ سره اوسېدل او له یو بل سره په درد او غم کې شریک وو.
په دې کې هم شک نشته، چې له بهر راغلو ډېرو مسلمانو واکمنو مندر ونړاوه، خو د هغوی ځای ناستو واکمنو د مذهبونو ترمنځ همغږي وکړه، هغوی په دا ډول سره هندو اکثریت نظریه د خپلو ګټو سره برابره کړه، په دا ډول (مغولو، اود، مرشد اباد یا د ارکټ نوابانو او ټيپو سلطنان یا د حیدر اباد نظام) ټولو مسلمانو واکمنو د فرقو ترمنځ همغږي خپره کړه.
په ۱۸۵۷ کال د برتانیا په خلاف د هندو او مسلمان د جنګ او پاڅون له ماتې وروسته انګرېزانو دا فیصله وکړه، چې د هند د کابو کولو یواځنۍ لار( بېل یې کړه اېل یې کړه) ده.
د هندوستان لپاره د بهرنیو چارو وزیر (چارلس ووډ) د لارډ الجن په نوم وایسرای ته په ۱۸۶۲ کال په یو لیک کې وکاږل( موږ په هند کې یو ورور د بل ورور په مقابل کې په درولو سره ستاسو واک ساتو، موږ دا کار روان ساتو، د دې لپاره چې دوی له یو متحد احساس څخه لرې وساتلی شي، تاسو چې هرڅه کولی شئ، ویې کړئ.)
د ۱۸۸۷ کال د جنورۍ په څوارلسمه د بهرنیو چارو وزیر(وسکاونټ کراس) هم د جنرف ډفرن په نوم ګورنر ته په لیک کې وکښل( په مذهبي احساس سره وېش زموږ په ګټه دی، او موږ په هندي تعلیم او تعلیمي موادو، ستاسو د څارونکې جرګه ګۍ د ښو نتیجو هیله لرو.)
دا ډول د بهرنیو چارو وزیر (جارج هیملټن) هم د لارډ کرزن په نوم ګورنر جنرال ته لیکلي دي( که موږ د هند لوستی پاړکی په دوو برخو- هندو او مسلمان ووېشو- نو په دې سره زموږ دریځ پیاوړی کیږي، موږ درسي کتابونه داسې تیارول غواړو، چې د دواړو ترمنځ مذهبي اختلاف نور هم زیات شي.)
په دې ډول له ۱۸۵۷ کال وروسته برتانوي واکمنو قصداً د هندو او مسلمان ترمنځ د کرکې خپرولو پالیسي غوره کړه او په څو ډولونو یې پلې کړه.
۱ مذهبي مشرانو ته یې د بل مذهب په خلاف د ویناوو لپاره بډې ور کړې. انګریزانو په پټه پنډتان ور غوښتل، د مسلمانو خلاف د ویناوو لپاره یې پیسې ور کولې، همداسې یې ملایانو ته هم د هندوانو خلاف د تقریر لپاره پیسې ور کولې.
۲ د جوماتونو مخ ته د لمانځه په وخت د بلوا پیلولو لپاره یې د جاسوسانو په مرسته په زوره موسیقي غږوله، یا یې د مندرونو مخ ته د غوا غوښه پخوله او په دېوالونو یې د الله اکبر ناره لیکله.
۳ د تاریخ په کتابونو کې یې د مذهبي تعصب د خپرولو لپاره بدلون راوست، قصداً یې فرقه يي نښتې رامنځ ته کړې، د ۱۹۰۹کال په منټو- مورلي سمون کې یې د هندوانو او مسلمانانو لپاره د رایې ور کولو جلا جلا ځایونه جوړ کړل.
۴ د هندو لپاره د هندۍ او مسلمان لپاره د اردو ژبې پروپیګنډا یې وکړه، په داسې حال چې تر ۱۹۴۷ کال پورې اوردو د هند په پراخه سیمه کې د هر لوستي هندو، مسلمان او سیک ژبه وه. علي ګړه مسليم پوهنتنون او بنارس هندو پوهنتون یې هم جوړ کړل.
له ۱۹۴۷ کال وروسته هم دا مذهبي تعصب روان دی او دا مهال یې خطرناکه بڼه غوره کړې ده. اوس د دې وخت را رسېدلی چې هندیان د دې مفادپرست په شومه لوبه وپوهیږي.