تاند- د هند په ګوا ایالت کې لږ ترلږه ۳ افغان محصلان د خپلو افغانانو له لوري ټپیان شول.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي، د راپورونو له مخې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د افغان محصلانو ترمنځ د اختلاف له کبله وشوه. د دوی د اختلاف اصلي علت تراوسه څرګند نه دی.
خو ځیني راپورونه وايي چې یو شمېر افغان محصلانو پر نورو په دې خاطر برید وکړ چې پوهنتون ته یې د خپل استازي پر معرفي کولو اختلاف درلود.
د حمله کوونکو شمېر ۷ تنه ښودل شوی.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي چې اوو تنو حمله کوونکو، چې د هند د کلتوري اړیکو د شورا له لارې سکالرشیپ ورکړای شوی، ویلي چې دا د دوی حق دی چې پوهنتون ته استازی معرفي کړي ځکه چې د قانوني چاینل له لارې پوهنتون ته معرفي شوي دي.
ویل شوي چې دوه محصلان سخت ژوبل دي خو د مرګ له خطره وتلي دي.