د کوچني اختر د رارسېدو له کبله له هېواده بهر مېشت افغان محصلین د هندوستان هېواد د ګواه په ایالت کی د تېر کال په څېر غواړي چې کوچنی اختر په یو ماښامنی پروګرام ولمانځي. په دغه ماښامني پروګرام کی مشاعره، د محصلینو لخوا پر بيلا بیلو موضوعاتو د مقالو لوستل ، تفریحي برخه او همدارنګه د اختریزو پېغامونو لوستل شامل دي.

که تاسې درانه دوستان ادیبان، شاعران او لیکوالان غواړئ خپل د اختر مبارکیانې د شعر په ژبه او یا هم د ادبي ټوټې په شکل افغان محصلینو ته وړاندې کړئ موږ یې په ورین تندي منو.

په درنښت

پاڅون (رسولي) په هندوستان کی د سیاسي علومو د پوهنځي  د پای کال محصل او همدارنګه په هندوستان کی د (افغان هیله) د میاشتنۍ چاپي خپرونې مسول مدیر

په لاندې برېښنالیک خپل پېغامونه استولی شئ

[email protected]

د اړیکې شمېره:

00919766178619

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *