(جبارخېل)

له شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې پر افغان مظلوم او بېچاره ملت سیمه ایزه او نړیواله جګړه تپل شوې، چې هره ورځ په کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبله زور اخلي.

دغې جګړې ته یو شمیر کتونکي له پخوا راهیسې د سیمې هیوادونو د ناسم رقابت ډګر په ګوته کوي چې په وینا یې په سیمه کې د کشمیر مسلې په اړه د پاکستان او هندوستان کشاله هم له دې ځانه اوبه خوري په دې مانا چې دغه هېوادونه د دې سیمې پر سر افغانستان د خپل زور ازمایلو ډګر ټاکلی دی.

د افغانستان په یو شمیر لویو ښارونو کې د هندوستان قونسلګریو تل د پاکستان کینه راپارولې او ان د افغانستان او هندوستان د دیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا هم دا هېواد له خوبه ایستی دی او دا اړیکي تر ډېره د خپل ځان په زیان بولي په داسې حال کې چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه دا حق لري ترڅو له بهرنیو هېوادونو سره خپلې سیاسي، اقتصادي، امنیتي، کلتوري او په نورو برخو کې اړیکې پراخې او پیاوړې کړي.

افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې په راتګ سره په هر اړخیزو برخو کې پرمختګونه لا هم روان دي چې دغې سکالې بیا ګاونډي هېوادونه اندیښمن کړي چې ګنې افغانستان به یوه ورځ د سیمې د هېوادونو د یو لوی قدرت په توګه څرګند شي.

د یو هېواد د پیاوړې کېدو لپاره له هر څه وړاندې د یوه پیاوړي امنیتي ځواک لرل خورا اړین دي خو چې په نړیواله کچه وروزل شي. افغان حکومت له څو کلونو راهیسې د افغان ځواک د روزلو او په درنو وسلو سمبالولو لپاره له هند څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې او په دې برخه کې دواړو هېوادونو له دمخه ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړی چې بلاخره د دې هېواد په راجستان ایالت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې لړۍ پیل شوې ده.

په هندوستان کې د افغان ځواکونو د روزنې راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې څه موده وړاندې ولسمشر حامد کرزي دې هېواد په سفر کې له چارواکو غوښتنه کړې چې د افغان ځواکونو په روزنه او سمبالنه کې پراخه ونډه واخلي.

د هندوستان د راجستان ایالات د پاکستان پولې ته نږدې هغه نښتې سیمه ګڼل کېږي په کوم ځای کې چې هندي ځواکونه خپل افغان سیالان روزي. پاکستان تل په افغانستان کې د هندوستان د سمې او سالمې ونډې سره مخالفت څرګند کړی او د دې هېواد له پراخې ونډې څخه یې اندېښنې ترڅنګ خپل ناخوښي څرګنده کړې ده.

نو کله هم چې افغان مشران له هند سره د نږدې کېدو هڅې وکړي، پر وړاندې یې سمدستي په افغانستان کې د جګړې شدت تیزیږي او د افغانستان پر وړاندې منفي تبلیغات زیاتیږي خو د هند له لوري په روانه میاشت کې د ۶۰ افغان سرتېرو د روزلو د ګډ تمریناتو پیلېدل تر دې مه کوم غبرګون نه دی را څرګند کړی.

که څه هم هند دغه ځانګړي افغان ځواکونه د ترهګرۍ ضد عملیاتو په برخه کې روزي خو راتلونکي ته به په تمه شو چې دې اقدام څومره د پاکستان غبرګون راپارولی او په افغانستان کې د دې هېواد د لاسوهنو کچه څومره لوړیږي.

افغان حکومت په ټوله کې دولت ته پکار ده ترڅو دغه ځواکونه په ملي روحیه او احساس داسې وروزي چې له امریکا سره د امنیتي تړون په نه شتون سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ساتنه وکړي، او د هر راز تپل شوې جګړې د دوام مخنیوي وکولی شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “په هند کې د افغان ځانګړو ځواکونو روزنه / ابوبکر جبارخېل”
  1. که ټول افغانستان ، پاکستان ته ور وبخښی ، بیاهم پاکستان به راضی نه شی. پاکستان – د ا د انګلستان ناخلفه اولاد صرف د مسلمانانو ترمنځ د بی اتفاقی او نفاق اچولو لپاره تولید شویدی. افغانستان د تاریخ په اوږدو کی یو خپلواک هیواد وو او وی به. خپلواک هیوادونه خپل تصمیم نیسی چی له کوم هیواد سره سیاسی ، تجارتی او نړیوالی اړیکی ولری. افغانستان هم دا حق لری چی خپل باندینی سیاست د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر له نورو هیوادونو سره پر مخ بوزی. که د پاکستان خبره ومنو نو دا به هغه د انګلیس سیاست وی چی له امیر عبدالرحمن خان سره یی د دیورند په معاهده کی پر مونږ تپلی وو. په هغه وخت کی خو یو دانګلیسی سرتیری زمونږ په خاوره کی موجود نه وو نو بیا ولی مونږ خپلواک نه وو؟ دا ځکه چی زمونږ خارجی سیاست پر انګستان پوری تړلی وو. که څه هم د امیر حبیب الله خان په وخت کی یوڅه بهرنی دیپلومان او سیاسی هیتونه زمونږ هیواد ته په پټه راتلل خو رسمی اعلان مونږ نشو کولای. بنا افغانستان به هیڅکله هم د پاکستان دا دریځ ونه منی چی مونږ دی له هند سره پراخی او هراړخیزی اړیکی ونه لرو. مونږ ولی طالبان ملامتوو؟ دا پدی خاطر چی پاکستانی مقاماتو زمونږ د طالبانو له پاکی سیاسی ارادی نه سو‌ءی استفاده وکړه او زمونږ خارجی سیاست یی پر ځان پوری محدود کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *