تاند- په هند کې د لومړي ځل لپاره پر انترنټ د اعتیاد یا روږديتوب د درملنې مرکز جوړېږي. دا مرکز به له کورنیو او ماشومانو سره مرسته وکړي چې په څه ډول د انترنټ له اعتیاده خلاص شي.

د هند په مختلفو سیمو په تېره بیا لویو ښارونو کې په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک باندې د خلکو تر اندازې زیات عادت ځیني کورنۍ اندېښمنې کړي دي.

راپورونه وايي چې د زده کوونکو پر درسونو یې منفي اغېز کړی او له بلې خوا د ځوانانو ترمنځ یې راشه درشه کمه کړې ده.

د هند یوې ناحکومتي موسسې پر انترنټ د هندي ماشومانو د اعتیاد د پای ته رسولو لپاره یو مرکز په نوي دیلي کې پرانستی دی.

تر دې پخوا په چین کې پر انترنټ د اعتیاد د تشخیص مرکزونه پرانستل شوي و او ویل شوي و، څوک چې په څلرویشتو ساعتونو کې تر ۸ ساعته زیات انترنټ کاروي معتاد دی.

د هند په تازه پرانستل شوي مرکز کې سلاکاران ماشومانو او د هغوی میندو او پلرونو ته لارښوونه کوي او د انترنټ د اعتیاد د پای ته رسولو لپاره بېلابېلې لارې ورښيي.

د نه خوځېدو له کبله چاغښت او د وزن زیاتوالی، د کورنۍ له غړیو، همځولو او دوستانو سره د اړیکو کمېدا، د ګوښي والي په سبب دیپرېشن یا پریشاني، د بدني فعالیتونو کموالی او په نتیجه کې یې روحي او جسمي ستونزې پر انترنټ د روږدیتوب منفي پایلې دي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال په هند کې ۲۱۳ ملیون خلکو له انترنټه کار اخیست چې تر ورتېر (۲۰۱۲) کال په سلو کې ۴۲ زیات شوی دی. په هند او نوره نړۍ کې د انترنټ د کاروونکو شمېر په همدې ډول په چټکه مخ پر زیاتېدا دی.

په افغانستان کې هم د انترنټ د کاروونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. د بېلګې په ډول؛ اووه کاله کاله پخوا د تاند د لیدونکو په سلو کې ۳۰ تر ۴۰ هغه افغانان ول چې دننه په هیواد کې اوسي خو اوس په سلو کې ۷۰ تر ۸۰ لیدونکي له خپله هیواده تاند ګوري.

0 thoughts on “په هند کې د انترنت د معتادانو مرکز پرانستل شو”
  1. په زړه پورې خبر دى خو په افغانستان کې بايد د سيا ست لوبو روږدوته د سولې، يووالي،پوهې يو او بل منلو لپاره يو مرکز جوړ شي په تيره بيا د هغو ناروغانو لپاره چې هره خبره ېې معيارها، نهاد ها، ساختار ها، راستا، چالشها او ګزينه ها زموږ د ټولنې پر مغزو بارکړي .دغه نام نهاده د سياست کارپوهان چې عمرونه ېې د عالي ليسې په کچه دي د ريشخند خبره نه ده ؟ هېهات د افغانستان د ملي زعامت په حال
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *