په هند کې د پاکستان سفیر

تاند- په هند کې د پاکستان سفیر عبدالباسط له افغانستان او نورو هیوادونو وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو پر ضد جګړې ته لاس یو کړي.

عبدالباسط، چې په امرتسر کې د افغانستان د ولسمشر له څرګندونو وروسته په دغه ښار کې د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې له رسنیو سره خبرې کولې، وویل چې د تورونو په لګولو به جګړه چې په ټول افغانستان کې روانه ده، بنده نه شي.

ده زیاته کړه«افغانستان او نور هیوادونه باید په ګډه د پاکستاني طالبانو د تحریک فعالیتونه ودروي. پر پاکستان تورونه به ستونزه حل نه کړي.»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په اسیا زړه کنفرانس کې له پاکستانه وغوښتل چې افغانستان ته دې د پرمختیايی چارو لپاره ۵۰۰ ملیون ډالره مرسته نه ورکوي بلکې دا پیسې دې د تروریستانو پر مخنیوي ولګوي.

ده همداراز وویل«که په پاکستان کې د ترهګرو پناهځایونه نه وای، طالبانو یوه میاشت جګړې ته دوام نه شوای ورکولی.»

2 thoughts on “په هند کې د پاکستان سفیر د افغانستان له لوري د پاکستاني طالبانو د مخنیوي غوښتنه وکړه”
  1. لکه چې پاکستان کې هم د دولت ضد طالبان وی او د شریعت د عملی کولو پلان ولري.
    دې ته وایی د ټولې دنیا په سرګو کې خاورې شیندل. د خپلو جرایمو د توجیه کولو لپاره د خپل بام واورې د نورو په بامو اچول همدې ته وایی. یا په بل عبارت وئې نیسه چې ودنه نیسي،
    پاکستان د تروریزم فابریکه ده که روغ او جوړ انسان هلته ورشي د دوه دریو میاشتو په ترڅ کې له هغه نه یو وحشی تروریست جوړیږی. که فرض محال داومنو چې افغانستان هم د بل هیواد پرضد طالبان لري نو بیا دا هند کې څوک تروریستي بریدونه کوی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *