تاند- د هند پولیسو ادعا کړې چې د دوی له لوري کشف او ضبط شوي ۹۰۰ زره لیټره الکولي څښاک موږکانو څښلي دي.

د هند پولیسو دا ادعا وروسته له دې وکړه چې له دوی څخه د ضبط شویو شرابو د ورسپارلو غوښتنه وشوه.

هندي رسنۍ وايي، له تېر کال راهیسي د دغه هیواد په بیهار ایالت کې د شرابو پر خرڅلاو او رانیولو بندیز لګول شوی. پولیسو په دې موده کې نژدې یو ملیون لیټره شراب کشف او ضبط کړي خو کله چې له پولیسو وپوښتل شول چې نیولي شراب یې څه کړل، د دوی ځواب دا و چې موږکانو څښلي دي.

د پولیسو دې ادعا جنجالونه پارولي، ځیني یې خندولي او ځیني یې په غوسه کړي دي.

اوس ټاکل شوې ده چې یوه کمېټه په دې اړه څېړنې وکړي.

ویل کېږي، که د پولیسو کوم چارواکی د دغو شرابو په پټولو یا ورکولو کې په لاس لرلو مجرم وپېژندل شو، نو لږترلږه په ۱۰ کاله بند محکومېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *