تاند- د هند حکومت وايي چې په دغه هیواد کې په ناغوښتلې توګه د کال ۲۱ ملیونه نجونې زېږي.
له ناغوښتلي څخه منظور دا دی چې مور او پلار یې د دې لپاره نه نقصانوي چې ګوندي زوی به وي.
په دغه ګڼ نفوسه هیواد کې میندې او پلرونه تر هغو د ماشومانو راوړلو ته دوام ورکوي چې زوی یې پیدا شي.
د هندوانو دا بد رواج یا عادت چې لور نه خوښوي او زوی ته ترجیح ورکوي په افغانانو، په تېره بیا پښتنو کې هم ډېر عام دی.
د یوه راپور له مخې، هر کال په هند کې ۲ ملیونه نجونې د سقط کېدو (د مور په نس کې د ضایع کېدو) سو تغذیه، ناروغیو او بې پامۍ له کبله مري.
هماغه راز چې په افغانستان کې په اقتصادي دلایلو تر نجلۍ هلک ته ترجیح ورکول کېږي، په هند کې هم اقتصادي دلایل د دې سبب کېږي چې کورنۍ هلک غوره وبولي.
په هند کې هم میراث زوی ته رسېږي او له بلې خوا کورنۍ مجبوره دي چې نجلۍ ته جهېز ورکړي چې دا بیا یو بل اضافي لګښت دی.
خو په افغانستان کې سره له دې چې هغه کورنۍ چې نجلۍ نه خوښوي، ولور پرې اخلي او جهېز هم نه پرې ورکوي.