تاند- دوو موټر سایکل سپرو د هند د پلازمېنې ډیلي په لجپات نیګر کې پر یوې افغان ښځې حمله وکړه او ۴ لکه هندي روپۍ یې ورڅخه وتښتولې.

دې ښځې د خپلې مور د درملنې لپاره دا پیسې هند ته وړې وې.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي وویل چې دا پېښه تېره شپه (سې شنبه) ۱۰ بجې هغه مهال وشوه چې افغان ښځه له خپلې ناروغې مور سره له روغتون څخه په ریکشا کې کرايي کور ته روانه وه.

افغان ښځې ویلي چې غلو د پیسو ترڅنګ د دوی پاسپورتونه، کارتونه او موبایل ټېلفون هم، چې په دستکول کې ول، وړي دي.

پولیس وايي چې کمرې ګوري او ګوندي غله ومومي.

2 thoughts on “په هند کې غلو له یوې افغان ښځې ۴ه روپۍ وتښتولې”
  1. دا هم مشرکان دی تاوان یی باید د هند دولت ورکوی ولی دوی نسوای کړای چی د افغانان ساته وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *