تاند- د هند د اترپردېش ایالت پولیس د یوې ماشومې د پېژندلو هڅه کوي چې په وروستیو ورځو کې یې د دغه ایالت په ځنګلونو کې موندلې او ګومان کېږي چې ډېر وخت یې له بیزوګانو سره تېر کړی دی.
د هند او نیپال پولې ته نژدې د ځناورو لپاره په دغه خوندي ځنګل کې یوه ماشومه وموندل شوه خو تراوسه څرګنده نه ده چې دا ماشومه څومره وخت په ځنګل کې پاتې شوې ده.
پولیس هڅه کوي چې د ورکو شویو ماشومانو د لیست له مخې، د ماشومې مور و پلار ومومي.
ډاکتران وايي چې د دې ماشومې عمر د ۸ او ۱۰ کلونو ترمنځ دی؛ خبرې نه شي کولی، حرکتونه او اشارې یې بیزوګانو ته ورته دي.
ډاکتران همداراز وايي چې دا ماشومه خورا کمزورې او ډنګره ده، نوکان او وېښتان یې ډېر اوږده شوي او پر بدن یې د ټپونو نښې لیدل کېږي.
دا ماشومه د انسانانو په شان ږغېدای نه شي خو ځواب په چیغو ورکوي.
په لاره هم د څلوربولو په شان ګرځي.
د روغتون سرطبیب ډي کې سینګ د بي بي سي هندي څانګې ته ویلي چې دا ماشومه به ژر د لکنهو د طب پوهنځي ته ولېږي.
دوی هیله لري چې د دې ماشومې د روزلو او هغې ته د ژبې له ورزده کولو وروسته به د حیواناتو په ژبه او ژوند ځان لا ډېر خبر کړي.