تاند- د هند په اتر پردېش ایالت کې نن /شنبه/ له پټلۍ څخه یو رېلګاډی ووت او لږترلږه ۹۶ تنه پکې وژل شول.
چارواکي وايي، په دې پېښه کې چې سهار وخټي په کانپور ښار کې وشوه تر ۱۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
ژغورونکي له لویو ماشینونو څخه کار اخلي چې د پټنه انډور ایکسپریس په نوم رېلګاډي چیت شویو ډبو یا واګونونو ته لاره پیدا کړي.
تراوسه څرګنده نه ده چې څه شی د دې سبب شو چې اورګاډی له پټلۍ ووځي.
د هند صدراعظم نریندر مودي وویل چې په دې پېښه کې د انسانانو پر مړینو د خپګان لپاره الفاظ نه لري.
د هند د رېللارو وزیر سورش پرابهو اعلان وکړ د هغه چا پر خلاف به ممکن سخت اقدام وشي چې په دې پېښه کې ملامتي په غاړه ولري.
په هند او پاکستان کې د رېلګاډو مرګونې پېښې نسبتاً زیاتې کېږي ځکه چې د دواړو هیوادونو د رېللارې سیستم د انګرېزانو په وخت کې جوړ شوی او مدرن شوی نه دی.
په ۲۰۱۴ م کال په اوتر پردېش ایالت کې د دوو رېلګاډو د ټکر په پېښه کې ۲۶ تنه مړه شول او تېر کال په مدهیا پردېش ایالت کې د سخت باران په ترڅ کې له پټلۍ د دوو اورګاډو د وتلو په نتیجه کې ۲۷ تنو سا ورکړه.
په ۲۰۱۲ م کال د حکومت په یوه راپور کې ویل شوي و چې په هند کې د رېلګاډو په پېښو کې د کال شاوخوا ۱۵زره وژل کېږي.