ژباړه : سحرګل سحر- نوی ډیلی- ډېرو به مو په ښایسته ډبرو جوړ سوي لوړ او پراخه تعمیرونه لیدلي وي لیکن داسي په هنر جوړه سوې ودانۍ به مو نه وي لیدلې. تاسي ته چې په عکس کي کوم جوړ سوی تعمیر مالومیږي دا د یو هندي فلاحي تنظیموونکي په لاس د پلاستکي بوتلونو څخه جوړ سوی دی.
دغه کس د پلاستیک بوتلونه له خاورو څخه ډک کړي او د خښتو په ډول یې سره وډلي دي او داسي ښایسته تودانۍ یې ورڅخه جوړه کړې چي تر نورو عام تعمیرونو کمه نه ده.
خلک وایي چې د دې ودانۍ جوړوونکی له یوې خوا د ځان لپاره کور جوړ کړی او له بلې خوا یې په ښار کي د چاپیریال د خرابېدو له مخنیوي سره مرسته کړې ده. پلاستیکي بوتلونه چاپطریال ته خورا زیات زیان اړوي ځکه چې پلاستیک په اسانه په خاورو کې نه تجزیه کېږي.