ژباړه: اجمل درمان –

ناګپور: په نړۍ کې ځینې وختونه داسې پیښې کیږي چې باور پرې نه کیږي او آن ځینې وختونه ناشونی هم وي. خو په هندوستان کې داسې عجیبه پیښه شوې چې یو نارینه تر ۳۶ کالو حامله توب وروسته غبرګوني زامن وزیږول چې نړۍ یې حیرانه او ډاکټران یې اندیښمن کړي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د ناګپور په سیمه کې (سنجو بګټ) نومی یو شخص له تیرو څو کلنو راپدیخوا د ګيډې له لویوالي څخه په ستونزه کې و او کله چې یې دا ستونزه له حده زیاته شوه نو دا د عملیات لپاره روغتون ته ولاړ. په روغتون کې ډاکټرانو د سنجو بګټ په ګیډه کې د ټيومر (تومور) خبر ورکړ خو کله چې یې د نوموړي التراساونډ (د ګیډې عکس) مشاهده کړ نو په تعجب کې شول. د التراساونډ د ریپوټ پر اساس له تیرو ۳۶ کالو راهیسې د سنجو بګټ په ګیډه کې غبرګوني اولادونه روزل کیږي.

د سنجو معالج ډاکټر وایې دا د جنین مساله ده او په ډیری داسې مواردو کې غبرګوني اولادونه ژوندي نه پاتي کیږي خو د سنجو په ګیډه کې دغه کوچنیان کافي ډیر وخت ژوندي و چې وروسته بیا مړه شوي دي. نوموړی ډاکټر وایې اوس مونږ په بریالیتوب سره د سنجو له ګيډې دواړه بچیان د عملیات په وسیله بهر کړي او سنجو هم په بیړنۍ توګه روغتیا مومي.

پخپله سنجو بګټ وایې چې دا خوشحاله دی چې اوس حامله نارینه نه دی خو انديښمن په دې دی چې د کلي خلک به ورته د حامله نارینه په نوم نارې وهي.

4 thoughts on “په هند کې نارینه دوه ماشومان وزیږول”
  1. د تاند ویبپاڼی محترمو چلوونکو اسلام علیکم

    دداسی خرافاتو خپرول ددی ویبپاڼی اعتبار له منڅه وړی
    داسی خرافاتو خپرول ددی ویبپاڼی اعتبار له منڅه وړی
    محترمو ځرنګه چی د تاند ویبپاڼه د افغانانو په نظر ډیره معتمده پاڼه ده او پداسی پاڼی کی دداسی خرافاتو خپرول ددی ویبپاڼی اعتبار له منڅه وړی کی

  2. د قدر وړ ورو فواد خانه (Fawad) سلامونه مې ومنه
    نظر ته دې احترام لرم خو دا مطلب چې ما ژباړلی دی خرافات نه بلکه د مسلمانانو په ځانګړي توګه د ځوانانو د عبرت له پاره دی چې له خرافاتو لاس په سر شي. الله ج په هر څه قادر ذات دی؛ رب ته په نړۍ کې هر څه او هر وخت (کن فیکون) دي. دا نارینه چې لنګ شوی دی؛ اصلا مسلمان نه بلکه هندو دی. که چیرې مسلمان وای نو په هیڅ صورت ورسره دا عمل نه کیده ځکه د کایناتو ستر لارښود جناب حضرت محمد ص له الله ج څخه سوال کړی چې : یا ربه ج زما امت د دنیا په سر مه شرموه. دا سړی چې لنګ شوی دی مسلمان نه بلکه هندو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *