تاند- په هند کې یو افغان ځوان، چې غوښتل یې د یوې ودانۍ له دوهم پوړه ځان وغورځوي، له ځانوژنې وژغورل شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د حیدراباد د راجیوګاندي د نړیوال هوايی ډګر پولیسو پرون /شنبه/ وویل، یوه ۲۱ کلن افغان غوښتل چې د ودانۍ له دوهم پوړه ځان کښته واچوي.

د دغه افغان په اړه ویل شوي چې ولي نومېږي او د حیدراباد په نظام کالج کې محصل دی.

پولیس وايي چې ولي د خپلوانو له لوري وژغورل شو. نوموړی له ژغورل کېدو وروسته خپل تره ته وسپارل شو.

د دغه ځوان د ځانوژنې د هڅې علت تراوسه پورې څرګند شوی نه دی.

One thought on “په هند کې یوه افغان د ځان وژلو هڅه وکړه/ ویدیو”
  1. دا هغه مردار خواره او ظالم خلک دي چې یا خو به په واسطه او یا هم پلار به یې رئیس او یا کوم بل چارواکی وی چې د بل غریب او مستحق حق به یې خوړلی وی او دی یې هلته لیږلی نو داځکه دا ډول کړنې ترسره کوی

ځواب دلته پرېږدئ