تاند- د هند په چاندي ګهړ کې یو افغان محصل د یوه بل افغان محصل له لوري په چاړه ووژل شو.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، ۲۱ کلن ثنا الله د یوه بل افغان لوري، چې احسان الله نومېږي، د دوشنبې په ورځ /مارچ ۲۱/ د چاندي ګهړ د ۴۵ سیکتر د جومات مخته په نس کې پر چاړې ووهل شو، نورو محصلانو هڅه وکړه چې ثنا الله وژغوري خو ډېره وینه یې ضایع کړه او په روغتون کې یې سا ورکړه.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د ثنا الله او احسان الله ترمنځ له مخکې څخه دښمني وه.
د دواړو ترمنځ په شخړه کې قاتل احسان الله هم لږ ټپي شوی او اوس مخکې تر دې چې محبس ته واستول شي، په روغتون کې دی.
پولیس وايي چې دواړه افغانان د لیسانس د دورې محصلان دي.
پولیس وايي چې دواړه افغانان، څلور کاله پخوا هند ته ورغلي ول او دا یې د پوهنتون وروستی کال و.
پولیس وايي چې په نوي ډیلي کې یې د افغانستان سفارت ته خبر ورکړی دی.
دډیر ډیرافسوس خبره ده ، خدایی دی وبښې ، ماخو څوځلي اشرف خان غنی ته ولیکل چي دا استاد عبدالخالق رشید کرزی دټوکو لپاره نه و رالیږلي ، ټولو زده کونکو یي له ډیره احترامه لاسونه مچول ، دهغه په وخت کې داسې کارونه نه کیدل ، له بده مرغه چی داد افغان دولت او سفارت بی غوری ده چي استاد سره دوکه وکړه ، متعلمانو څوڅولیکونه اشرف غنی ته ولیکل چی دا استاد له سفارته لرې نه کړي ، چیرې دی هغه غوږونه چي د موږه غږ واروی اوداسې خونړۍ حادثه رامنځ ته نه شي
دقاتل دسزا اومقتول ته دصبر اوجنت غوشتنه کوم
زرینګل له اندیا چه
افغانان دی لکه سپی په خپل منځ کې خوري ، په خپل هیواد کې خو د یو بل وینو ته تږي ناست دی اوس یې په مسافرۍ کې هم یو بل نه پریږدي ، ډیر د شرم ځای دی ، او ل تربیه ده بیا تعلیم ، لیسانس به شی خوعقل به د کومه کړي ، افغان انسان به د ژوند په ارزښت پوه نشي
ملا شدن اسان است انسان شدن سخت است