کله چې  په ۱۶۳۱ میلادي کال کې د مغول امپراطور شاهجهان مېرمن ممتاز محل مړه شوه، نو امپراطور  د هغې په یاد تاج محل جوړ کړ، د سپینو مرمرو شانداره ودانۍ چې د پاچا مینه او د هجران غم ابدي کړي.

  دغه راز کله چې د دوه زره یولسم کال په وروستۍ میاشت کې د پوسته خانې د متقاعد رییس ، اووه اویا کلن فضل الحسن قادري ښځه بېګم تاج ملي  وفات شوه، ده د خپلې متوفا مېرمن په یاد د خپل تاج محل د جوړولو اراده وکړه. د هند د مېل ټوډې ورځپاڼې له رپورټ سره سم، ښاغلي قادري ویلي دي چې کله به یې پخوا لوستل چې شاهجهان پاچا د خپلې ګرانې مېرمنې د یاد او خاطرې د تلپاتې کولو لپاره په کروړونو روپۍ ولګولې، نو په زړه کې به ورتېر شول  چې هسې بې ځایه مصرف یې کړی دی خو اوس چې یې خپله مېرمن وفات شوې ده، د شاهجهان عمل  ورته بې ځایه نه ښکاري او د هغه د کار په معنا پوهېږي.

د اووه اویا کلن قادري د مېرمنې په وفات  باندې شپاړلس میاشتې تېرېږي. د ده تاج محل د شاهجهان له تاج محله چې له سپینو مرمرو جوړ دی او د څلورو کونجونو هره میناره یې شاوخوا څلوېښت متره لوړه ده، ډېر فرق لري، مګر دی غواړي چې خپلې متوفا مېرمنې ته د خپل وس په اندازه یوه نه هېرېدونکې مقبره جوړه کړي. ښاغلی قادري وایي چې تر اوسه یې په مقبرې باندې شل لکه هندي کلدارې لګولې دي او د مقبرې ټولې ساحې ته یې دوه ایکړه یعنې شاوخوا اته نیم جریبه ځمکه بېله کړې ده.  دی ټینګار کوی چې په دې ساحه کې به د تاج محل غوندې یو باغ هم ودان کړي.

 فضل الحسن قادري مېل ټوډې ته ویلي ډي  چې له مېرمنې سره یې هیڅوخت خوابدی نه و راغلی او  څرنګه چې مالي مشکلات نه لري نو بهتره ګني چې د خپل وس په اندازه داسې مقبره ورته جوړه کړي چې خلکو ته تاج محل وریاد کړي.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *