عبدالاول بشارت

 د افغانستان دولت او موجوده نظام د ديني مطرحو علماؤ د امنيت لپاره هيڅ کومه مؤثره برنامه او طرحه نه لري! د علماؤ شورا، د سولې عالي شورا، د ارشادحج او اوقافو وزارت کې ميليونونه افغانۍ حيف ميل کېږي، خو تر اوسه پوري نور کارونه خو پرېږده حتی د علماؤ د فزيکي امنيت د خونديتوب لپاره هم کوم مؤثر کار نه دی شوی، اوسنۍ روانه جګړه چې تر ډېره بريده مذهبي اړخ لري، او مخالفين ورته په زيات تقدس قائل او د جهاد نوم ورکوي، نو د افغانستان دولت ته په کار وه چې د همدې داعيې د ابطال لپاره يې د علماؤ، روحانيونو د نفوذ او اثر رسوخ څخه په ګټي اخيستني سره ، د خلکو د اذهانو د تنوير لپاره ښه او پر وخت تبليغات کړي وای، اما متاسفانه چې دولت په ديني علماؤ، مخورو او قومې سپينژيرو باندي حق ويل غواړئ، او د دولت د حقانيت، او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ چې د همدغو متنفذينو په خوله ولس او خلکو ته تبليغ کوئ، خو د امنيت خونديتوب ته يې پاملرنه نه کوي، زموږ وړانديز دولت ته دادي چې که تاسو غواړئ ددې جګړې هغه مذهبي اړخ او ديني صبغه باطله او خپل حقانيت ثابت کړئ نو اړينه ده چې همدا غږ د محراب او منبر له لاري خلکو ته په مساجدو کې د حقانې علماؤ له لورې وشي ، ددې لپاره نو بيا حد اقل ددې علماؤ او دغه خلکو فزيکي امنيت بايد ونيسئ، دا انقلاب دی، ټوکې نه دي، ستاسو رهبرانو خو اولادونه په بهر کې دي، او تاسو دلته په دفترکې په سلو سيمټې دېوالونو کې، او په لاره او سرک کې په زرهي موټرو کې محفوظ ياست، خو دغه علماء چې نن ددې افراطيت په ضد په منابرو او مساجدو کې ددې شومې پديدې خلاف غږوئ نو دا ددوی ژوند په لوی لاس په خطر کې اچوئ، همدا پرون د شهيد مولوي ريحان صېب شهادت يې ښکاره ثبوت دی، د مولوي ريحان صېب غوندي جيد علماؤ وجود ددې ټولني لپاره اب حيات دي، او دا لمړی ځل نه دی چې زموږ ديني عالم په شهادت رسېږي، تر دې مخکې هم زموږ د وطن جيدعلماء په يوه او بله بهانه د تروريستانو لخوا په شهادت رسيدلې دي، د دين د ډېوې د خاموشه کولو لپاره د علماؤ د قتل او قتال لړئ د يو نامعلوم او مجهول الهويته دښمن لخوا دا اتلس کاله کېږي چې روانه او زموږ د وطن جيد علماء په مرموز ډول وژل کېږي، د افغانستان دولت او بالخصوص د علماؤ شورا او د ارشادحج او اوقافو وزارت مسئولين مکلف دي چي د يو ميکانيزم له مخي د هيواد د جيد او مطرحو علماؤ د امنيت خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو ددغه راز پېښو مخنيوی وشي، ځکه موږ له يو مکار دښمن سره مخ يو ، نو دا پېښه نه اوله او نه به اخره وي، فلهذا يو جدي او قاطع تصميم په کار دي، او همدغه رازد حج او اوقافو وزارت بايد د جامع مساجدو او تکاياوو د امنيت تامين ته له امنيتي او کشفي ارګانونو سره په تفاهم سره لازم تدابير ونيسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *