په خواشینۍ سره خبر شولوچي دهیوادپه شمال اوشمال لویدیځ (فاریاب ، بادغیس ، سرپل ، جوزجان ، هرات ، سمنکان، بلخ، تخار)کي  سیلابونو زموږ هیوادوالوته دسر اومال درانه زیانونه اړولي دي ،په ځانګړې توګه دجوزجان ولایت په درزاب ،قوش تیپه اوخواجه دوکو ولسوالیوکي خلګو ته ډیر زیانونه اوښتي دي اوپه ټوله کي تر دې دمه دزیانمنو شووخلګو ارقام ښیې چي په لسګونوتنه وژل شوي اوژوبل شوي دي همدارنګه په زیاته اندازه داستوګني کورونه اود کروندې ځمکې زیانمنې شوې دي   .

اسلامي امارت دټولو زیانمنوشووهیوادوالوسره په دې مصیبت کي ځان شریک ګڼي ،دطبعي پیښو سره دمبارزې ازادوبنسټونو او بشري ټولنوباندي ږغ کوي چي زیانمنوشوو کورنیو سره دخوراکي توکو،خیمواو اړینوصحي موادو عاجلې مرستې وکړي .

همدا راز اسلامي امارت  خپلواتلومجاهدینوته سپارښتنه کوي چي په یادوشویو سیموکي دزیانمنو شووهیوادوالوسره هر ډول مرسته و کړي اودخپلوامکاناتومطابق هراړخیزه همکاري ورسره وکړي .

په پای کي دالله تعالي له ستر دربار څخه غواړوچي په وروستیوسیلابونوکي  شهیدانوته جنت فردوس ،زخمیانو ته عاجله شفاء نصیب کړي اوټولوزیانمنوشووکورنیوته ددې مصیبت لوی لوی اجرونه ورکړي ،امین

د افغانستان اسلامي امارت

2 thoughts on “په هیواد کي د وروستیو سیلابونوپه اړه د اسلامي امارت اعلامیه”
  1. یاره په تاند کي باید دغه ډول د ټوکو برخه همېشه لپاره پرانیستل شی. سخت می ورته وخندل. د خپلو مجاهدینو نه یی غوښتی چی له زیانمنو شوو هېواد والو سره مرسته وکړي: خو دا مرسته یې مشخصه کړې نه ده چی ماشومانان د میندو په مخ کي په ګولیو سوری سوري کړي او که ځان پرې وچوي؟

  2. اسلامی امارت خو د طبیعی پیښو سره د مبارزی او د نورو مرسته کوونکو ټولنو کارکوونکی ټول ووژل او اوس یی هم چی هر چیرته ونیسی، سرونه یی غوڅوی، نو دا مرستی به اوس څوک کوی؟‌ الله دی دا د عزازیل زامن او د دجال امارت ددی ملت د سره نه لری او ټول دی په دی دنیاه کی تباه او په اخرت کی رسوا او لعین وګرځوی چی د افغانانو او د افغانستان د خاوری په مقابل کی د پاکستانی ناولی او مردارخوره جنرالانو په امر او لمسون ستر جنایتونه او خیانتونه تر سره کړل او اوس یی هم ترسره کوی. پروردګاره ته مو د طالب او مارت په نوم ددی جاهلو او لعینو له شره نه زر خلاص کړی.‌ آمین.

  3. سلامونه
    عجبه خيالي دونيا لري دا نليدونكي انسانان (طالبان)
    پشتني ميندي بوروي ماشومان به پلاره كوي د پشتنو زوانانو سرونه د موچي په تا له تنه جلاكوي په تولنه كي وحشت او بربريت ته لاره هواروي پشتانه د انتحار د فرهنگ په نامه دنيا ورپيژني . واي واي ستاسو بدبختو په حال لعنت شه په داسي مبارزه په داسي قدرت او په داسي انسانانو. له موره ميره مهربانه شوه پشتانه وژني او سيلاب وهلو سره غم شريكي كوي
    خو:
    مونژ افغانان مشروع نظام لرو او مشروع تاكني دوهم زل ته رواني دي له خيره داكتر اشرف غني به راتلونكي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ريسجمهور وي. او د افغانانو په مرسته به دولت دا هيواد له بدبختيو باسي.
    نو په افغانستان او په افغانانو مينو طالبانو او حزبيانو ژغ كوم چه رازي تاسي هم توپك غرونه او د انگليس د نامشروع اولادونو يعني پنجاپ ته شا كي او پريژدي انساني ژوند غوره كي دا داسلام تر نامه لاندي درامي ته د پاي تكي كيژدي.

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *