پانګه څه ته وایې او د کمښت علتونه یې څه دي ؟
«ادم سمت )(Adam smith» د پانګې په اړه داسې وایې :
سرما يه (پانګه) یا Capital د يو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چې د نو ي عايد د لاس ته راوړلو با عث ګرځي .
«ايس اي توماس ( S-E-Tomas)» وایې :
ايس اي توماس د ځمکې نه علاوه د يو فرد او ملتونو د شتمنۍ هغه برخه چې د نورې شتمنۍ د منځ ته راتګ باعث ګرځي .
«الفرډ مارشال (Alfered Marshall)» وایې :
پانګه هغه شتمني ده چې د تولیدی عامل په حیث کارول کیږی .
د پانګې د کموالی علتونه:
په هر هیواد او هره جغرافیا کې د پانګې د کموالې علتونه ځانګړي وي خو که د اقتصادي ابعادو له نظره او اقتصادي موخو د ترسیم له اړخه ورته کتنه وشي نو ټولی عامه موخې د اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره په نښه شوي دي چې باید تر لاسه شي ، د همدې مفهوم د را سپړلو په موخه زمونږ په هیواد کې د پانګې د کموالې عمده علتونه شتون لري چې ځیني یې په لاندې ډول دي .
- د پانګې د بازار کمزورتیا
- امنیتي ننګونې
- لږ او کم سړي سر عاید
- د سپماء سنتي رواج او سیستم
- ضعیفه او خراب اقتصادي سیستم
- تخنیکي علتونه
- ضعیفه سوداګریز سیستم او غیر مسلکي سوداګر
- د امکاناتو او فرصتونه کمزورتیا او داسې نور..
1:د پانګې د بازار کمزورتیا :
د پانګې د بازار کمزورتیا هغه اقتصادي هیوادنۍ بدبختي ده چې تر اوسه زمونږ ملي او فردي اقتصاد ځپې ، هغه په دې معنی چې زمونږ په هیواد کې یو جامع ،ملي او مؤثر د پانګې بازار یا Capital Market شتون نلري ، تر څو ملي اقتصادي نظام پیاوړی او د پانګې اړوند ستونزو ته حل لاره راپیدا کړي .
2:امنیتی ننګونې :
امنیتي سکتور تر هر څه وړاندې په هر یو بل سکتور باندې سیده او ناسیده تاثیرات واردوي ، د کورنیو جګړو او بهرنیو مداخلو په پایله کې زمونږ هیوادني امنیتي ثبات او ارامي ځپل شوی او تر دې دمه امنیتي بنسټیزې ستونزې شتون لري . همدا ستونزې د پانګې په کموالې او اقتصادي وضعیت مستقیم اونامسقیم تاثیر لري ، ویلی شو چېهمدا ننګوني دملي سوداګرو او بهرنیو سوداګرو د پانګه ونې په مخکې لوی خنډونه هم شمیرل کیږي .
3: لږ او کم ملي او سړي سر عاید:
د اقتصادي ابتدایې اصلاحاتو ، سیاسي او قانوني اصلاحاتو او بهرنیو هر اړخیزو مرستو سره سره د ملي عاید او سړی سر عاید کچهد نورو هیوادونو پرتله کمه ده، خو بیا هم په یاده برخه کې پام وړ بدلون راغلی دی.
ټیټه کچه عاید لرونکې وګړي سپماء نه شي تر سره کولی ، نو کله چې سپماء تر سره نه شي نو د پانګې مقدار هم راټیټیږي.
لوړې او منځنۍ کچې عاید لرونکې وګړي هڅه کوي تر څو د ښه ژوند کولو لپاره په هیواد کې دننه عصري کورونه ، موټرونه او نورو تقاضاو ته ځواب ووايې او یا هم خپله پانګه بهرنېو هېوادونو ته د سپماء او پانګونې په موخه انتقالوي ، نو همدا او ورته نور دلایل دي چې زمونږ ملي او سړی سر عاید کم او په ټیټه سطحه کې قرار لري.
4:دسپماء سنتي رواج او ضعیفه اقتصادي سیستم :
د ډیر ملحوضاتو او اقتصادي بې باوریو تر څنګ اقتصادي او مالي عامه پوهاونه کمرنګه ده ،اکثریت وګړي خپلې پیسې په کورونو کې له ځانه سره ذخیره کوي ، که دغه پیسې بانکونو کې د سپماء په حسابونو کې وساتل شينو ، بانکونه به ددغه پیسو څخه اعظمي استفاده وکړي، او بله دا چې په لیرې پرتو سیمو کې د کمو اقتصادي فعالیتونو په وجه کم عاید تر لاسه کیږي ، نو که عاید کم وي طبعیي ده چې سپماء هم کمه وي ، په همدې ترتیب سره د پانګې اچوونې اندازه هم کمه وي ، او ورته بله سنتي او مروجه موضوع سره زر او قیمتي زیورات دي ، چې پانګه لرونکې او په ځانګړي توګه ښځینه اقتصادي ځواک خپلې پیسې یې په پیرلو مصرفوي ، او په کورونو کې یې له ځانه سره ساتي یا یې کاروي چې دغه اقتصادي معاملې د پانګې په تقویت کې کوم رول نلري ،او دپانګې بڼه هم نه غوره کوي ، بلکې د رقم اندازه هم د نرخونو دبدلون څخه متاثره کیږي او یا هم د استهلاک په وسیله په راتلوونکې کې پانګه کمیږي .
5:ضعیفه او خراب اقتصادي سیستم:
هیوادنی اقتصادي سیستم او مالي بازار لا تر اوسه په نړیوال او یا هم د پرمختللو مملکتونو په څیر معیاري نه ده ، لوی کمپنۍ او شرکتونو خپلو اسهامو د خرڅلاو لپاره د اسهامو بازار نلري ، د بهرنۍ کرنسۍ د بدلونې لپاره منظم مارکیټ شتون نلري ، زراعتي سیستم مو لا تر اوسه سنتي او مروج سیستم دی ، د زراعتي توکو د پروسیس لپاره په پوره توګه امکانات نلرو او ضایعات ډیر دي ، په مختلفو دلایلو د ځمکې کموالی هم شتون لري ، نو دا ټولې اقتصادي ننګونو د پانګې اندازه راکمه کړي ده.
په دې برخه کې لومړی د هیواد په کچه د پانګې بازار ته اړتیا ده تر څو پانګوال و هڅول شي چې د سهمونو په پیرلو او پلورلو سره خپله پانګه ډیره کړي .
6:تخنیکي علتونه:
مونږ د یو زراعتي هېواد هستوګن یو ، د USID او د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصایې له مخې ( ٪ 80 ) وګړي یې په زراعتي کړنو بوخت دي، که په تخنیکي او مسلکي ډول یادې برخې ته کتنه وشي نو په همدې سکتور کې د وګړو عاید کم او یا هم په هغه اندازه نه دي چې د پانګې زیاتوالی په کې صورت ونیسي .
که د زراعت په برخه کې د پروسیس او تولید لوی فابریکې جوړې او فعال شي نو د پانګې د ډیرښت لپاره مؤثر اقدام دي.
7: ضعیفه سوداګریز سیستم او غیر مسلکي سوداګر:
هېوادنۍ سوداګریز سیستم او تر ډیر غیرې مسلکي سوداګر ، د سوداګرۍ په مختلفو ساحو کې د ګټې او تاوان تر مینځ اړیکې نه سنجوي او یا هم په ټوله کې خطر یا ریسک نه قبلوی . که په تولیدي فابریکاتو او نورو پانګوونو کې داسې یو مسلکي اقدام وشي چې وګړو سپماء شوې پيسې وکاروي نو د پانګې دوران رامنځته کیږياو بالاخره پانګه ډیریږي .
8:د امکاناتو او فرصتونه کمزورتیا:
هیوادنی مالي او بانکې سیستم ضعیفه او کمزوری دی ، په لیري پرتو اونیمه ښاري سیمو کې د پانګوونکي لپاره لازم او مناسب فرصتونه او امکانات شتون نلري ، او یا هم دولتي او نادولتي بانکونه لازم امکانات نلري تر څو د وګړو هغه پانګه او پیسې چې بدون له کومې ګټېذخیره وي یا په اقتصادي اصطلاح د Ideal Capital د کارونې لپاره مؤثر پروګرامونه شتون نلري او که وي هم نو ډیر ضیفه دي.
لکه څنګه چې مو د مخه یادونه وکړه په دې برخه کې د عامه پوهاوې کمپاین او پروګرامونه هم کمرنګه او ضعیفه دي ، تر څو وګړي پر دې پوهه کړي چې د کومو مؤثرو لارو چارو پانګه زیاتوالی مومي .
پایلې:
پانګه هغه شتمني او ثروت دی چې د نویو او نورو عوایدو د ترلاسه کولو سبب ګرځي ، یعنی هغه اندازه پیسې یا پنډیوه سوداګرۍ يې په دې موخه پانګونه تر سره کوي چې نوي عاید او پیسې تر لاسه شي او په همدې تسلسل پانګه زیاتوالی و مومي.
پورته تعریف (ادم سمیت) هم په ورته توګه د پانګې لپاره وضع کړي دي .
که د پانګې د تعریف او تشریح تحلیل شي نو ثابته به شي چې پانګه د هیوادونو او وګړي په اقتصادي ودې کې د پام وړ او کلیدي رول لري ، او حتی ویلی شو چې د پانګې د زیاتوالې پرته اقتصادي وده نه رامنځته کیږي .
نو همداشان زمونږ په هیواد کې د پانګې د کموالې عمده پورته او نور مرتبط علتونه شته چې د پانګې د زیاتوالې مخه يې ډب کړې ده ، په دغه صورت کې د پانګې د زیاتوالې او ډیرښت لپاره دولت او خصوصي سکتور اړ دی چې یاد خنډونه او علتونه له منځه وړلو لپاره مؤثرې اقتصادي تګلارې په کار واچوي تر څو مو په هیواد کې ټولې اقتصادي زیرمې او پانګې په مسلکي او مؤثرو میتودونووکارول شي او په پایله کې به د پانګې زیاتوالی صورت و مومي . په درناوی