لیکوال: عنایت ناصر/ په افغانستان کې د ځوانانو د همغږۍ او پياوړتیا د شبکې مشر

ځوانان د يوې ټولني هغه پانګه ده چې که لاسونه سره ورکړي د خاورې او ولس لپاره تر بل هر چا زیاتې لاسته راوړنې درلودلای شي، دا مهال د افغانستان ۶۸ سلنه نفوس ځوانان جوړوي ، ځوانان د ټولني او هيواد يو بنسټيز قشر دی.

د افغانستان حکومت باید دا له شکه پرته ومني چې لکه څومره چې ځوانان د هیواد او پرمختګ لپاره لازمي او حتمي ګڼل کیږي، همدومره ځوانان د هیواد د بې ثباتي او تباهي لپاره هم اساسي ګڼل کیږي ځکه په افغانستان کې د اوسنې جګړي مطلق بشري ځواک ځوانان تشکیلوي، د حکومت سکوت پر اوسنې وضعیت به افغانستان د یو ناورین په لوري رهبري کړي.

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت دواړو ټاکنیزو ټیمونه په صراحت سره افغان ځوانانو ته وعده ورکړي وه چې د دوي په ژوند کې بدلون راځي او دوي به د ښه ژوند څښتنان کیږي خو له بده مرغه د څه له پاسه د یو کال په تیریدو سره د افغان ځوانانو په ژوند کې هيڅ ډول مثبت بدلون نه دی را منځ ته شوی، آن له پخوا یې وضعیت نور هم خراب شوي، دواړو ټاکنیزو ټیمونو له ځوانانو څخه اکثریت راي خپلي کړي، چې دا رايې ځوانانو د دوی تش په نوم وعدو په بنسټ دوی ته ورکړي.

د ځوانانو ځواک یو فرصت دی که چیري ورڅخه کار واخیستل شي نو د هیواد په ثبات او پرمختګ کې به فوق العاده رول ولوبوي، او که ورڅخه کار وانه خیستل شي نو به د هیواد دښمنان ورڅخه په پوره ځواک ګټه واخلي لکه چې له بده مرغه اوس ورڅخه په لیرو پرتو سيمو کې ناوړه کار اخستل کېږي او د رواني سیاسې لوبي ښکار دی.

کله چې زموږ له ځوانانو څخه دښمنان د هیواد په بربادي او تباهي کې کار آخلي دا زموږ ضعف او مشکل دی ځکه له بده مرغه موږ په دې نه يو توانيدلي چې له دې ستري سرمايې ( ځوانانو) څخه د هيواد او سمي په ګټه کار واخلو، له بده مراغه د هيواد دښمنانو ته په دې توګه ښه موقع په لاس ورغلې ده او ورڅخه پوره ګټه اخلي، په دې باید سترګې پټي نه کړو ځکه پورته ستونزو دې ته لاره هواره کړي چې په اوسنې بحران کې ځوانان قاطع ونډه ولري، د هیواد پر ضد کابو اکثریت کړني د ځوانانو په واسطه سرته رسېږي، دوي چې د پردیو له لوري او د پردیو په منګلو د خپل هیواد پر ضد جنګیږي، اوس هم پر دي نه پوهیږي چې دوي د څه لپاره جګړه کوه، هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي هغو ته د تروریستي او مافیایي ډلو له لوري ښه وړاندیزونه کیږي او د دوي استخدام نوموړو ډلو ته مستعده بشري ځواک ور په برخه کوي چې د جنګ اوسنې کیفیت نور هم پياوړی کوي.

کله چې ملي وحدت حکومت خپل تعهدات په تیر یو کال کې تر سره نکړل معنا یې دا ده چې د ملي وحدت په حکومت کې هیڅ سیاسي او اجرایي اراده شتون نلري چې د ځوانانو لپاره کار وکړي، د دوي ټول اقدامات تر اوسه د الفاظو په چاپير چل کې را ایسار دي، تر اوسه هیڅ داسې عملي ګام اوچت نشو چې وکړاي شي د ځوانانو په ژوند کې مثبت تغير را منځ ته کړي.

که نورو هیوادونو ته وکتل شي نو جوته به شې چې ځوانان د دغو هیوادونو د ټولو پالیسیانو اساسي او محوري ټکي دي او د دي ترڅنګ ځوانان د مهم او ځواکمن قشر په توګه تل تر ټولو زیات د پاملرنې وړ ګرځي خو په افغانستان کې سره له ده چې د ځوانان د هیواد اکثریت تشکیله وي خو بیا هم ځوانان تر ټولو محروم قشر ګڼل کیږي.

په هره ټولنه کې ځوانانو ته د زده کړو او تحصلي خدمتونو د لاس رسي حق ورکړل شوی دی خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې لکه څنګه چې په کار دی د ټولینز عدالت په حدودو کې په مساوي او وړ ډول ځوانانو ونه شوای کړی چې له دې بې ساري نعمت څخه په بشپړ ډول برخمن شي، له تیرو څو کلونو راهیسي د يو خاص سیاسي فکري جریان حاکمیت پر معارف باندي، د افغانستان تعلیمي او تحصیلي سیستم له رکود او اضمحلال سره مخامخ کړی، په لیرو پتو سیمو کې د خیالي او تش په نوم ښوونځیو شتون د دي لامل ګرځيدلی چې ګڼ شمیر ځوانان د زده کړي له نعمت څخه محروم پاتي شي.

له نورو ستونزو سره سره يوه ستره ستونزه چې تر بل هر وخت دا مهال افغان ځوان زیات ورسره مخ دی؛ هغه په هيواد کې بې روزګاري او د کار نشتوالی دی، دا ستونزه د دې لامل ګرځېدلی چې ځوانان مو هيواد پريږدي او ديوه نامالوم برخلیک په لوري پرديو هيوادونو ته مخه کړي، همدارنګه داستونزه د دې لامل شوې چې ځوانان همیشه ورته زړه خوري او په خپل راتلونکې يې انديښمن کړي دي ځکه خو يې په سر کې دا فکر پیدا کېږي البته مجبوره کېږي چې باید له هيواده ځان ته د تيښتي لاره ولټوي، د بیکارۍ اغیزي د هیواد پر امنیت او پرمختګ تر ډيره حده زیات منفي اثرات لري، همدا اوس د جنګ د شدت او د جنایي جرایمو د زیاتوالي اصلي او اساسي عامل د ځوانانو بیکارۍ ګڼل کیږي.

د دې تر خوا يوه بله ستره ستونزه چې افغان ځوانان ورسره لاس او ګريوان دي هغه په ډول ډول مخدره توګو باندي د ځوانانو روږدتياده، غير رسمي شمېري ښيې چې دا مهال په هيواد کې پنځلس (۱۵) سلنه ځوانان په نشيې توګو روږدي دي، د روږدو کسانو له ډلې يې يوازي ۳ سلنه يې په ايډز وژونکې او نه رغېدونکي ناروغۍ باندي مبتلا دي.

د نښې توکو د کښت نه مخينوی، د قاچاق د مخنيوي لپاره لاري چاري نه لرل او په استعمال کې يې د دولت د يوې موثري برنامې نشته والی هغه څه دي دي چې موږ باید يادونه وکړو، زموږ حکومت د ځوانانو به وړاندي په دې اړوند پاتې راغلی دی، د دولت دا پاتې والی د دې لامل ګرځې چې زموږ ځوان په نشيې توکو روږدی شې، بیکاره پاتې شې او يا هم نورو هیوادونو ته وتښتي.

په هیواد کې ځوانان او مدني فعالان غواړي چې د اوسنې وضعیت په وړاندي خپل آواز اوچت کړي، د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ځوانان د راټولیدو په حال کې دي، د ځوانو فعالینو په منځ کې يو ټکي د اتصال موجود ده هغه د اوسنې وضعیت د تغیر اړوند د ځوانانو همغږي، خوځښت او حرکت دی او د خپلو حقوقود لاسته راوړلو لپاره په قانوني او وړ چوکاټ کې په ډيره نره او میړانه مبارزه کوي او د خپل سپيڅلي هدف د لاسته راوړلو لپاره يې په میړانه هلې ځلې شروع کړې دي.

زموږ وړاندیزونه مشروع او د قانون په حدودو کې دي، ملي وحدت حکومت ته په کار ده چې لومړي يو ځواکمنه سیاسي اراده د ځوانانو د وضعیت د تغیر په پار رامنځته کړي، په اجرايي څانګه کې د ځوانانو په اوسنې مسؤول نهاد ( د ځوانانو معینیت ) کې باید پراخ اصلاحات رامنځته شي، نوموړي نهاد باید د مالي منابعو له پلوه پیاوړي شي، اوسنې جوړښتونه باید پراخ شي، وړ او مستعده کسان باید په نهاد کې پر دندو وګمارل شي او تر څنګ یې د ستراتیژي او پالسیانو له پلوه پراخ تغیرات رامنځته شي تر څو د ځوانانو په اړوند لنډ مهال مؤثر پروګرام تطبیق شي چې د ځوانانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.

One thought on “په هیواد کې د ځوانانو بیکارۍ او د ځوانانو تیښته”
  1. موږ که دقیق،دور اندیشه او د ملی ګټو سره مینه درلودی ،اشاره می دبن د تړون مبتکرین او ګډونوالو ته ده ، نن به دومره دبدو پایلو له سلسلی سره مخ نه وو ، خامی دی کی وه چه اصلی داخلی لوبغاړی اکثریت یی د عقدو نه پړسیدلی ،متعصب ، دخپلو جاهلی تعصباتو په تعفن کی ړانده ، انحصار ته د یو جهادی عمل په حیث ورته کتل ،ډیر نادیده او وږی، بی تجربه او د ټیټی سویی ځوانان او بیا د منطقی د استخباراتو په لومو کی ګیر کسانو د ۷۰٪ نه زیاته برخه درلوده چه دی خصوصیاتو زموږ خلک بیګانه او اطمینان یی ختم کړ حکومت او دولت یی غصب او خپل پدری میراث یی بولی ، هره اداره کی دیوی ولسوالی یا یوی ډلګی کسان لکه مچان راټول شوی او فقط خواږه یی څټی نور په څه خبر ندی .
    له بده مرغه پورتنی خائنانه ابتکار اوس عام شوی او ټولو ته دی پست ساری خواصو انتقال کړی ، اوس هیڅوک هم بی له همدی جاهلی ارتباط نه کومی اداری ته که نابغه هم وی لار نلری ځکه چه څوک نه وو چه غلطی یی اصلاح کړی وای اوس رذالت دود شوی ،روابط په فساد او رشوت او انحصار مفسدین قایم دی دی انحراف ټول بی تربیی او منحرف کړل نو ځکه زموږ تعلیم یافته با وجدانه ځوانان مرګ منی خو دی لیوانو ته نه ورځی او تیښته کوی او اصلا دنورو لپاره دکار تصور قدری هم نشته
    نو تیښته ،طالبان او اوس داعش د همدی مفسدو انحصارګرو د کار طبیعی زیږنده ده یا ددوی د غیر انسانی کړنو عکس العمل دی ،کوم چه د انحصار ، د ملیشو تراکم په اردو ،پولیس ….. او حتی اربکیانو کی دملت د آزار لپاره ،اختطاف ِغلا ،رشوت ،د امنیتی قواوو تیل ،روغنیات ،البسه ،ډوډی او حتی وسایل خوړل او خرڅول هغه ابتکارات دی چه دی قهرمانانو ترسره کړی ، ددی اضافه نور ظرفیت او تخصص نلری په دوی کی خورد ظابط نشته ټول د ټولی بیسوادی او نا اهلی سره باید جنرالان ،والیان ،وزیران او ښکرور ډاړونکی باید وی نو ځکه ځوانان مو باید وتښتی یا مخالفی جبهی باید ایجاد کړی ،ټوله دافعه ده ،جاذبه هیڅ وجود نلری او په قاموس کی یی هم نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *