جنرال پروېز مشرف په خپل کتاب کې لیکلي چې کله امریکا غوښتل پر افغانستان برید وکړي نو له موږ یې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې موږ په پيل کې په بشپړ ډول توافق ورسره ونه کړ او یو څه شرایط مو ورته وړاندي کړل، له همدې کبله د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول ټلیفون وکړ او ویې ویل: که همکاري کوئ ویې کړئ که نه د ډبرې زماني ته به مو ورسوو، د دې ګواښ په پایله کې پاکستان په پوره اخلاص له امریکا سره همکارۍ ته چمتو سو او هر هغه څه یې وکړل چې، امریکا یې ترې غوښتنه کوله.

خو په افغانستان کې د نوي دولت تر رامنځ ته کېدو وروسته له پخوا د پلان سوې لوبې صحنه بدله سوه. طالب اورپکو ورو ورو سر راپورته کړ. هلته دلته یې په غلچکي بریدونو لاس پوري کړ. ورځ تر بلې پراخ سول او په تېرو څو کلونو کې یې دومره نفوذ وکړ چې اوس هر ځای او په هر څه برید کولای سي.

هر سړی په دې پوهېږي چې طالب چيري دی، چيري اوسېږي، څوک پنا ورکوي، مرکزونه یې چیرته دي، زخمیان یې چير ته تداوي کېږي، فتواوي څوک ورکوي، څوک ټریننګ ورکوي، څوک وسلې ورته برابروي، څوک یې لیکو ته نوي غړي جلبوي، له عربو څخه ورته راتلونکي پیسې په کومو بینکي اکاونټونو کي ورته جمع کېږي،ځانمرګي څوک ورته پيدا کوي او د فکري روزنې لپاره مواد، امکانات او ښوونکي چا ورکړي دي؟

د دې ټولو پوښتنو واقعې او اسانه ځواب دادئ چي د دې هر څه تر شا پاکستان دئ!

زموږ کلیوال، بزګر، ځوان،بوډا، ښځه، ماشوم، عام ولسي وګړي، شناندي، حکومتي چارواکي، راغلي خارجیان او هر څوک په دې پوهېږې چې په دې چارو کې پاکستان ښکېل دی او پر مخ یې بیايي. خو پوښتنه داده چي امریکا او ورسره راغلي ایتلافیان یې ولي پر پاکستان پشار نه اچوي؟ او هغه د ولسمشر کرزي خبره ولي له ترهګرۍ سره مبارزه د تروریزم په اصلي سرچینه کې نه کوي؟ که امریکا په لومړي سر کې پاکستاني چارواکي په یوه ټلیفون هر ډول همکارۍ ته چمتو کولای سي، نو نن څه وسول چې د امریکايي چارواکو له مسلسلو ګواښونو، ګوزارونو،سفرونو او خبر داریو سره سره پاکستان همکارۍ  ته نه چمتو کېږي، خپلې سرکشۍ ته دوام ورکوي، ټول هغه تر هګر ساتي چې ټوله نړۍ يې په لټه کي ده او د هغو د موندنې لپاره یې په ملیاردونو ډالر ولګول، ایتلافونه یې جوړ کړل، تبلیغات یې وکړل او خپل سرتېري یې ووژل؟ان د ایتلاف او ناټو ځواکونه په هغو پولو کي څارنه نه کوي چې طالب اورپکي پرې ځي راځي. له پاکستان سره په پرته پوله ټول هغه ځایونه مالوم دي چې ترهګر هره ورځ پرې اوړي رااوړي مګر د امریکا څارګري الوتکي هیڅ هم نه ورته وايي او هغوئ ته یې اجازه ورکړي چي په لسګونو کسان په موټرو او موټر سایکلو سپاره، وسله په څنګ او مخابره په لاس کي هیواد ته ننوزي. په کلیو کې خلک وځوروي، ښوونځي وتړي، روغتونونه بند کړي، پلونه ونړوي، د پرمختايي پروژو مخه ونیسي، لویه لار ویجاړه کړي، په ښارونو او بازرونو کي عام وژنکي چاودنې وکړي او د افغانانو ژوند په ټپه ودروي.

دې ته په پام چي امریکا او انډیوالان یې په سیاسي، عسکري، اقتصادي، استخباراتي، فرهنګي، تبلیغاتي او مالوماتي کچه د نړۍ تر ټولو قوي ځواکونه دي خو بیا هم طالب اورپکي کولای سي په وړاندي یې مقاومت وکړي، مرګ ژوبله ورته واړوي، د کابل په زړه کې پر ستراتيژیکو ملکي او عسکري هدفونو حملې وکړي او داسي وښيي چې ګني طالبان د خپل پوځي مهارت له مخې د امریکا او ملګرو په څېر زبر ځواکونه هم ننګولای سي .

مګر حقیقت دا دی چې غرب په ځانګړي ډول امریکا او انګلستان د یو منظم پلان له مخې طالبان ساتي، کله یې ډېر مطرح کړي او کله یې په نسبي ډول کمزوري کړي، خو د دې هر څه د ترسره کولو واک یې پاکستان ته ورکړی او دوی د لوبې په هغه بله صحنه کې قرار لري. په دې کې ګرمه یوازي د پاکستان، امریکا او ملګرو پر غاړه یې نه ده بلکي د افغان دولت ډېری چارواکي هم په دې طرحه شوې لوبه ښه خبر دي او د خپلو ډالري معاشونو ترلاسه کوله له امله په لوبه کې هغه رول لوبوي چي د دې هیوادونو وژونکي څارګرې ادارې یې ورسپاري.

په ننګرهار، غزني او کندهار کې وروستي خونړي برېدونه هم څرګندوي چې د افغانستان مربع دښمن یو ځل بیا د وینې تویونې هغه کمپاین پیل کړی چې په وسیله یې غواړي په نژدې راتلونکي کې د کرزي اداره د داسي تړون کولو ته اړباسي چې د امریکا، انګرېز، پاکستان او طالب ټولو ګټې پکي خوندي وي که افغان دولت او ځیني چارواکي یې د خپلو ګټو د ساتنې غوښتنه کوي نو پایله به یې بیا هم دا وي چې ولس، ملګري او منافع به یې په نښه کېږي.

4 thoughts on “په هیواد کې روانه لوبه او وروستۍ وژنې/ خلیل خپلواک”
  1. baid za yadawana wakama chi ma pa khapalo stargo lidali dee chi pa pakistan ki tool hagha zakhmyan tadawi kighi kom chi afghanistan ki pa jang ki zakhmyan shwi wee aw hagha hospital hom rata malom dee chi pa kom ki tadawi kighi .aw za wayama chi da ba har cha ta malooma aw sarghandi wee kho chi dee bazo khalko pri wali zanoona ghli kari dee.

  2. ډېره ښکلې لیکنه! حقیقت همداسې دی. ټول چال د انګریز او امریکې دي او پاکستان یې ورته کوي. الله د دوی و وهی، خو کرزی باید د قرارداد لاسلیک نه کړي. او زما په اند ولسمشر په خورا بد حالت کې دي. همغه د پاڼ او پړانګ تر کت پاتې دي.

  3. Ao da khabara theek da che da zakhmi talibano tadawee pa Pakistani hospitaloono ke kegee khasoosan pa lwargee, Parachinar ao Miran shah ke kho da tadawee akhrajat taliban da khpala jeba werkawee.Hum dagha shan da Afghanistan sarhadee elaqo ke prata khalak hum da tadawee da para dagho hospataloono ta razee ao tadawee kegee .Ka taso da lwargee haspatal OPD pa sahar ke ogorai no pa salo ke athia marizan afghanan wee che da torkham na wakhla tar da Jalabad pore khalak pake wee.Da dai matlab da dai che da staso pa mulk ke da awamo da elaj hiss sa bandobast nishta ao doi majboora dee che da FATA haspataloono ta da elaj da para rashee.Taso sara Amrika ao da dunya noro mulkoono pa tero dolas kaloono ka pa zarhawa milliarda dollor imdad wakrro kho shabash de wee Karzee ao da agha malgaro jihadee jangsalarano bande che pa zai da dee che khalko ta da tadawee asantiawe barabare ka aghoi da tole paise pate krre ao da watan na bahar pa khpalo accountoono ke ya jama krrai.Da staso asli dushman na Pakistan dai ao na Taliban balke Karzai ao da agha malgaree jihadee jangsalaran dee.

  4. Da theek da che da zakhmi shawo Talibano tadawee pa Pakistan ke khasoon da FATA haspataloono ke kegee kho da elaj kharcha Taliban da khpala jeba werkawee.Na siraf zakhmi taliban balke aam afghanan hum da elaj da para dagho haspataloono ta razee ao da zaka che da staso pa watan ke da ilaj malije hiss sa bandobast na shta.Pa tero dolaso kaloono ke Amrika ao da aghe malgaro hiwadoono Afghanistan ta pa zargoono milliarda dollor warkrree kho shabash de wee pa karzi ao da agha pa jangsalarano malgaro tolo paise ya da Hiwad na bahar khpalo accountoono ta warasawale.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *