تاند- د امریکا د مشیګان ایالت یوې محکمې دا سړی (عکس)، چې ډیویډ ګاویټ نومېږي، له ۲۶ کاله قید تېرولو وروسته بېګناه وپېژانده.
ګاوتټ (Gavitt) په ۱۹۸۵ م کال د خپلې ماندینې او دوو لوڼو په وژلو محکوم شو. ایالتي پولیسو پر ده تور پورې کړی و چې خپل کور ته یې په لوی لاس اور اچولی چې ښځه او لوڼې یې ووژل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډیویډ ګاویټ په خپله هم د اورلګېدو په پېښه کې ژوبل شوی و او له رغېدو وروسته له روغتون څخه مستقیم محبس ته یووړل شو.
ده ۲۶ کاله په ناحقه په بند کې تېر کړل.
د میشګان ایالت عدلي او قضايي چارواکي وايي، د ډیویډ ګاویټ دوسیه یې بیا وکتله او په تازه څېړنو کې ورته جوته شوه چې نوموړی ګناهګار نه دی او د کور د اورلګېدو په پېښه کې یې لاس نه درلود.
دوی وايي، اوس څرګنده شوې چې په کور کې اور په تصادفي ډول لګېدلی و.
د محکمې د حکم پر اساس باید ډیوید ګاویټ ته یو ملیون او ۳ لکه ډالره غرامت ورکړل شي.
ډیوید، چې اوس ۶۱ کلن دی، د عمر د خوند کلونه د محبس په پنجرو کې تېر کړي او هغه هم د خپلو عزیزانو د وژلو په ناحقه تور.
امریکايي رسنیو راپور وکړ چې ډیوید له خوشي کېدو څو ساعته وروسته هدیرې ته لاړ او د خپلې ماینې او لوڼو پر قبر یې اوښکې توی کړې.
محکمه وايي، له ډیوید ګاویت سره بې انصافي شوې خو له بده مرغه باید اعتراف وکړي چې په نړۍ کې هیڅ داسې بشپړ سیستم نشته چې د دا ډول پېښو مخه ونیولی شي.
تر دې مخکې هم په امریکا کې څو تنه له څو لسیزو بنده وروسته د بېګناهۍ په خاطر خوشي شوي دي.
په ۲۰۱۶ م کال د لویزیانا ایالت یوې محکمې یو بندي له ۴۰ کاله کوټه قلفي بند تېرولو وروسته بېګناه وپېژانده او خوشي یې کړ. (تفصیل)
په ۲۰۱۴ م کال په همدې ایالت کې یو بل تن، چې ګلین فورډ نومېږي له ۲۶ کلونو بند تېرولو وروسته خوشي کړ. (تفصیل)
خو تر ټولو تراژیکه پېښه د اټییس جانسن وه. نوموړی په ۲۰۱۵ م کال له ۴۴ کاله قید تېرولو وروسته خلاص شو.
دی ۲۵ کلن و چې زندان ته واچول شو او په ۶۹ کلنۍ کې خوشي شو. جانسن له زندانه له راوتلو وروسته په دې حیران شو چې دنیا یو مخ بدله شوې ده. ټکنالوژي د ده ټولنه له هغه وخته چې دی بندي کېده، یو مخ بدله کړې وه. (تفصیل)
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/58557