په لرې پرتو ولسوالیو،کلیو او بانډو کې د دولت کمزوری حضور او د قانون ماتونکو پر وړاندې سست چلند د دې لامل شوی چې وسلې والې ډلې، غله او د دولت مخالفان زړه ورکړي او د پخوا په شان یو ځل بیا د عام ولس په مرۍ د ستم چاړه کیږدي او د خلکو ارام ژوند تریخ او نارامه کړي، دې ناوړه کړنو عام ولس اړ باسلی چې دخپل مال او عزت ساتنې په موخه وسلې ته لاس کړي او ددوی پر وړاندې په وسله واله مبارزه لاس پورې کړي، چې ښه بېلګه څه موده وړاندې په نیمروز ولایت کې د غلو هغه ډله د ملکې خلکو لخوا وژل او په دار کول دي چې دلویو لارو پرسر به يې موټر ودرول او له سپرو کسانو به يې پېسې او قیمتي توکي لوټل او وخت ناوخت به يې د پېسو لپاره خلک برمته کول، همدا راز ورته پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت شیرزاد و ولسوالۍ په هاشم خېلو سیمه کې د وسلوالو مخالفینو له لوري یو کس چې ګواکي پخوا يې د ملې پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړي په عامه محضر کې د همدې صحرايي محکمې د پریکړې سره سم په دار کول دي چې موږ يې د بېلګې په ډول يې یادولی شو.

هغه سیمې چې دولتي حاکمیت پکې ضعیف او وسلوالې ډلې پلکې فعالې دي، همدې خپلسرو وسلوالو ډلو عام ولس دومره ویرولی او تر خپل اثر لاندې را وستۍ چې دهیڅ راز مسایلو او شخړو د حل لپاره دولتي محاکمو او ادارو ته مراجعه نه کوي او خپلې ټولې ستونزې او شخړي د دولت د وسلوالو مخالفانو همدې صحرايي محاکمو ته وړاندې کوي، د افغان دولت په شتون کې د هېواد په لرې پرتو سیمو،کلیو او بانډو کې د صحرايي محاکمو بیا تکرار نړۍ ته د امنیت په ټېنګښت کې د افغان دولت د ناکامۍ پیغام ورکوي.

د چارو کارپوهان د صحرا يې محاکمو بیاتکرار د دولتي محاکمو دناسمو چارو زیږنده بولې او وايي چې په دولتي ادارو او محاکمو کې پراخ فساد او بې سارې بډې اخیستنې خلک اړ باسلي چې ددولتي محکمو پرځای د دولت د وسلوالو مخالفانو همدې صحرايي محاکمو ته مخه کړي.

د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ دملي وحدت حکومت ته په کار ده چې دشته ننګونو د لمنځه وړلو په موخه په هېوادکې د شته بې عدالتیو، بې نظمیو او ښکرور فساد مخه ونیسي، په ښارونو او ولسوالیو کې د قضا او څارنوالۍ په سیستم کې جدي اصلاحات راولي، وړ کسان چې له هر ډول تبغیض او سمت پرستې پاک وي په دندو وګماري او په مسلسل ډول دې دهر ارګان له کړنو څار اونظارت ترسره شي، چې دا کړنه به ددولت او ولس ترمنځ دشته واټن په راکمولو کې ګټوره تمامه سي.

د دې ترڅنګ په کار ده چې په هېوادکې د صحرا يې محکمو د بیا تکرار دمخنیوي او قانون ماتونکو ډلو د ځپلو لپاره په ټولو لرو پرتو سیموکې د دولت حضور پياوړی او د قانون ماتونکو ډلو ،غلو او وسلوالو مخالفانو پر وړاندې چې د خلکو ژوند يې له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی پراخ پوځي عملیات ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *