نیټه : د سلواغې ۱۳ مه د ۱۳۹۴ کال
بسم الله الرحمن الرحیم
سوله د افغانانو تر ټولو مهمه هیله او آرزو ده، افغان ملت ګوند د سولې په اړه وروستي پرمختګونه له نږدې څاري او په مجموع کې د سولې په اړه د هر حرکت او پرمختګ هرکلی کوي. دا چې په تېرو کلونو کې هم د سولې په نامه هلې ځلې کېدلې او په دې لار کې په میلونونه ډالر ولګیدل خوله بده مرغه چې مشخصه نتیجه یې نه درلوده، دغې تجربې ته په پام لا هم افغانان ډاډه نه دي چې پاکستان به د سولې په پروسه کې رښتینی وي. خو دا ځل د سولې په اړه پیل شوی بهیر د وخت، شرایطو او د میکانیزم له پلوه د پخوا په پرتله توپیر لري هغه دا چې د افغانستان په قضیه کې ښکیلو هېوادونو هم ورسره دلچسپي اخیستې او پر همدغه بنیاد چې د چین، امریکې، پاکستان او افغانستان دولتونو له خوا کومې څلور اړخیزې غونډې شوي دي دا ځل یې خلک هیله مند کړي دي چې ممکن پاکستان همکارۍ ته چمتو شي. ټاکل شوې د افغان سولې په اړه ددغه هېوادونو درېیمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام اباد کې وشي چې هلته به د اجنډا سره سم د سولې په لار نقشه بحثونه کېږي چې د هغې له مخې به دا روښانه کېږي چې سوله به له چا سره، د چا له خوا په کومو شرایطو او په څرنګ میکانیزمونو مخې ته وړل کېږي.
افغان ملت ګوند په دې نظر دی چې جنګ د ډیورنډ کرښې دې غاړې او ها غاړي ولسونه سخت ځپلي دي، که د کرښې دې غاړې طالبانو سره سوله کېږي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې د طالبانو مرکزونه او پټنځایونه موجود وي، یا هم پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت له خوا ورته د سولې پروسه پیل نشي، نو دې سره بیا هم افغانستان او سیمه هر وخت له یو بالقوه ګواښ سره مخ کېدای شي نو ښه داده چې له امو تر اباسینه پر سولې ټینګار وشي. دا سمه ده چې موږ له پاکستان سره په یو نااعلان شوې جګړې کې قرار لرو او په افغانستان کې روان جنګ د پاکستان نیابتي جنګ دی، که پاکستان سره سوله ونشي دا جنګ نه قراریږي، خو ددې تر څنګ باید دولت له طالبانو سره هم مخامخ تماسونه ونیسي، که داسې ونشي امکان لري د طالبانو یو شمېر ډلې د سولې له بهیر سره له مخالفت نه وروسته د پاکستان پر ځای کوم بل بدیل پیدا کړي او یا هم نورو ډلو لکه داعش سره ملګري شي.
موږ د افغانستان له دولته غواړو چې طالبان دې د خپل سیاسي مخالف په توګه وپیژني ، د سولې په خاطر دې یو مشخص ادرس رامنځته او د سولې د مرکچیانو په توګه دې داسې کسان وګوماري چې د ولس په وینو یې لاسونه سره نه وي او له مخالفینوسره په جګړو کې ښکیل نه وي پاتې شوي ، چې د سولې بهیر په ښه ډول پرمخ یوړل شي، که د سولې خبرې په متفرق او جلا جلا توګه رواني وي، دا کار د سولې بهیر سخت زیانمولی شي. ښه بېلګه یې په قطر کې د پګواش له خوا را غوښتل شوې غونډه وه، چې هدف یې د څلور اړخیزې ناستې او د سولې له روان میکانیزم نه د تېښتې هڅه وه، چې اکثریت په کې هغه کابل میشتی سیاستوال راټول شوي و، چې د ولسمشر کرزي په څوارلس کلنه واکمنۍ کې په واک کې پاتې شوي دي ، اوس چې حکومت کې ورته څوکۍ نه دي رسیدلي دوی هڅه کوي چې د پګواش د غونډې په وسیله ځان طالبانو ته نږدې کړي او که چیرې په سوله توافق راځي او طالبان له دغه بهیر سره یو ځای کېږي نو دوی ته بیرته پخوانۍ څوکۍ ورسیږي. دا هغه اشخاص دي چې د هېواد تر ملي ګټو ورته ځاني ګټې مهمې دي، دوی چې ځینې یې ښه سابقه نه لري او قدرت ته د نه رسیدو په خاطر مایوسه شوي دي حتا حاضر دي چې موقت حکومت جوړ شي او دا ځل د طالب له ادرسه په ملت مسلط شي.موږ د سولې په نامه د ټولو هغو موازي هڅو مخالف یو چې هدف یې د سولې په نامه د سولې اخلالول وي.
افغان ملت ګوند په ښکیلو غاړو غږ کوي څو د سولې په خبرو کې دې د هېواد ملي او تاریخي ارزښتونه په جدي ډول په پام کې ونیسي.
په درنښت