تاند- د افغانستان په واخان کې د واورین پړانګ د نسل د ژغورلو لپاره هلو ځلو ګټه کړې او هغه خطر یې له منځه وړی چې پخوا د واورینو پړانګانو د نسل د ختمېدو په اړه احساسېده.
دا ډول پړانګان د منځنۍ او جنوبي اسیا د ۱۲ هیوادونو له واورو په پوښلو غرونو کې موندل کېږي، خو د دې لپاره چې زیات ښکار کېدل، په وروستیو کلونو کې یې شمېر خورا لږ شوی دی.
له تېرو اوو کلونو راهیسي د دې لپاره چې د واورینو پړانګانو نسل ختم نه شي، د افغانستان په نوي اعلان شوي ملي پارک کې هلې ځلې روانې وې.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ایکولوژیستان او د طبعیت ساتونکي چې د دغه حیوان د نسل د ساتنې لپاره هلې ځلې کوي، اټکل کوي چې د بدخشان د واخان په ملي پارک کې تر ۱۴۰ واورین پړانګان شته.
دا ملي پارک، چې یو ملیون هکتاره مربع مساحت لري، دوه کاله پخوا اعلان شو.
په واخان کې د حیوانانو او طبیعت د ساتنې لګښت د ملګروملتو له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.